د قزاقستان خلک نن د خپل نوي مشر د غوره کولو لپاره د رأیې ورکولو مرکزونو ته ځي.
په قزاقستان کې د رأیې ورکولو بهیر نن سهار وختي پیل شو، په دې هېواد کې د لومړي ځل لپاره د اپوزیسیون یو واقعي کاندید هم سیالي کوي، خو ویل کېږي چې چانس یې ډېر کم دی.
په دې انتخاباتو کې پخوانی تجربه کار ډيپلومات او اوسنی موقت ولسمشر قسیم جومارت توکاییف او د هغه ۶ تنه حریفان ولاړ دي چې تر ډېره ناپېژندل شوي کسان دي.
اټکل کېږي چې د توکاییف د بریا چانس به تر نورو زیات وي، ځکه پر واکمن ګوند سربېره د فلم او موسیقۍ مشهور ستوري هم ورسره ولاړ دي او ملاتړ یې کوي.
ویل کېږي چې نظرباییف اوس هم په پرېکړو کې لوی لاس لري.
توکاییف د قزاقستان پلازمېنه کې چې نوم یې پخوا استانه و او د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف په امر په نورسلطان بدل شوی دی، رأیې ورکړې.
توکاییف د دولتي اوپرا په پرتمینه ودانۍ کې د رأیې ورکولو پرمهال له خبریالانو سره په انګلیسي ژبه خبرې وکړې او تأیید یې کړه چې نظرباییف د قزاقستان د امنیت شورا د مشر په توګه او په نورو ظرفیتونو کې لاهم په واک کې دی.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د قزاقستان ټول پخواني انتخابات غیر ډموکراتیک او غیر عادلانه بللي.
نظرباییف څلور کاله مخکې په تېر ځل انتخاباتو کې چې د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، د رأیې ورکولو په شرایطو د برابرو په سلو کې ۹۵ خلکو ګډون پکې کړی، په سلو کې نږدې ۹۸ رأیې ګټلې وې.
نظرباییف له ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته په تېره مارچ میاشت کې له واکه لاس واخیست.
له واکه د اته اویا کلن نظرباییف لېرې کېدلو د قزاقستان خلک چې د پخواني شوروي اتحاد له پرځېدو وروسته یې د ده تر استبدادي واکمنۍ لاندې ژوند کړی و، سخت حیران کړل.
په قزاقستان کې د ولسمشر د غوره کولو لپاره انتخابات داسې مهال کېږي چې د اپوزیسیون جریان که څه هم کمزوری دی، خو د جوړېدو په حال کې دی.
د نظرباییف له پرېکړې وروسته خلکو د واک د فرمایشي لېږد پرضد مظاهرې وکړی او حتی د انتخاباتو د تحریم غوښتنه یې وکړه.