چارواکي: په غزني کې چاودنو يو ماشوم وژلی او ٩ نور ټپيان دي

د غزني د ښار یو انځور

د غزني چارواکي وايي، په دوو ولسواليو کې د دوو چاودنو له کبله يو ماشوم وژل شوى او ٩ نور ملکيان ټپيان شوي دي.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د غزني ولایت د واغظ او خواجه عمري ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د هاوان د یوې سرګلولې او د طالبانو له خوا د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په غزني کې ډېری وخت د هاهوان د سرګلولو او پر لویو لارو ښخ کړی شوي ماینونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.