په کندز کې بزګران او باغداران د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي

د کندز ولایت خټکي

د کندز ګڼ شمېر بزګران او بڼوال د سړخونو له نشتوالی شکایت کوي او زیاتوې چې د دغه دلایلو له کبله هر کال د دوی د مېوو زیاته برخه په پالېزونو او باغونو کې له منځه ځي او د دوی کړې خواري په سيند لاهو کېږي.

دوی زیاتوي چې تراوسه دولت ورته سړې خونې نه دي جوړې کړي چې دوی په کې خپلې تازه مېوې او سبزیجات وساتي.

د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو تن بڼوال محمدالله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تاسې اوس وګورئ، دغه باغ دی او کله چې دغه مېوې پخې شي او موږ سړې خونې نه لرو چې هلته خپلې مېوې کېږدو، هغه وساتو او په ښه قیمت یې خرڅ کړو، موږ له دولته غوښتنه کوو چې زموږ لپاره سړې خونې جوړې کړي."

دوی زیاتوې چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کرنیزو ځمکو او د باغونو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د مناسب مارکېټ او د سړو خونو له نشتوالي هر کال د دوی د تولیداتو زیاته برخه له منځه ځي.

د نوموړي ولایت د خان ولسوالۍ یو تن بزګر غلام حضرت په دې اړه وویل:

"سږ کال د حاصلاتو کچه ښه ده نسبت تېر کال ته، خو سړې خونې نشته چې موږ خپل حاصلات هلته په کې وساتو، ځکه زموږ د تولیداتو زیاته برخه له منځه ځي او له دولته غوښتنه کوو چې په کندز کې سړې خونې جوړې کړي."

بل خوا په کندز کې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي هم د کروندګرو ستونزې مني او زیاتوي چې دغه ستونزه یې له اړوند وزارت سره شریکه کړې او تمه لري چې ژر ورته رسېدنه وشي.

په کندز ولایت کې د خټکیو حاصل

​د دغه ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافظ په دې اړه وویل:

"د کرنې وزارت له لوري د کندز لپاره د ۵ زره ټنه په ظرفیت یوه لویه سړه خونه منظور شوې وه او د کندز له سقوطه مخکې یې کار تر لس سلنه مخکې تللی و، خو ځیني دلایل چې د قراردادي شرکت او د کرنې وزارت ترمنځ راپیدا شول، نو د کار جریان یې بند شوی او موږ تمه لرو چې د دغې سړې خونې کار بېرته پیل شي او په ګټې اخیستو سره یې زموږ د بزګرانو ستونزې هوارې شي."

بزګران او بڼوال په داسې حال کې په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندوي چې دامهال په دې ولایت کې تازه مېوې لکه خټکي، هندواڼې، شفتالو، زردالو، ګیلاس، آلو او ځینې نورې مېوې پخې شوې دي او یو شمېر نورې مېوې پخېدو ته نږدې دي.

کندز په شمال ختېځ زون کې د هېواد له مهمو زراعتي ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې کابو ۸۵ سلنه اوسېدونکي پر زراعت او مالدارۍ بوخت دي او په پخوا کلونو کې دغه ولایت د هېواد د کندو په نوم هم یادېده.