د هوايي دهلېزونو په جوړولو سره د افغاني قالینو صادرات زیات شوي

ارشیف، په اقچې ولسوالۍ کې افغاني قالینې

د افغانستان د قالینو او فرشونو د شرکت مسؤل مدیر وايي چې د هوايي دهلېزونو جوړول لامل شول چې د دې محصول په صادراتو کې زیاتوالی راشي.

سید فیض احمد امیري نن ازادي راډیو ته وویل چې د هوايي دهلېزونو له لارې کولای شي چې افغان قالینې په مناسبه بیه بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.

ده وویل:

"هوايي دهلېزونو موږ ته سهولتونه رامنځته کړي دي، موږ کولای شو چې خپل مالونه په ډېرې اسانۍ بهر ته ولېږدوو، د بیو په اړه يې که ووایم، بیې يې هم راټيټي شوي، خو په هغه اندازه نه، کوم چې موږ يې هیله لرله."

نوموړي وویل چې په تېره یوه میاشت کې د شااوخوا څوارلس سوه متره مربع ګیلم او په تېرو درېیو میاشتو کې پنځه سوه متره مربع افغاني قالین له هېواده بېرون استول شوي دي.

د راپورونو په اساس، اوس مهال افغاني قالینې استرالیا، جرمني او بريتانیا ته استول کېږي او تمه ده چې په نږدې وخت کې يې صادرات امریکا ته هم پیل شي.