د کرنې وزارت ویاند: ۴۴ سلنه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان ۴۴ سلنه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې امله تر ډېره کلیوالې سېمې اغېزمنې دي.

ده وویل:

"که په ملي کچه ارزونه وکړو، په لومړي قدم کې کلیوالې سېمې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي، دوهمه کټګورۍ کې ښاریان او په درېیمه کې کوچیان شامل دي."

تېره ورځ د خوړو د خوندیتوب نړېواله ورځ وه او د افغانستان د کرنې وزارت هم وایي چي دا اوونۍ په دې برخه کې یو لړ پروګرامونه لري.