د انتخاباتو د رأیې ورکولو د تقويتي نوم لیکنې بهیر نن په ۳۳ ولایتونو کې پیلېږي

آرشیف، په هرات کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د خلکو د نوم لیکنې د پروسې یو انځور. April 23, 2018

د انتخاباتو د رأیې ورکولو د تقويتي نوم لیکنې بهیر د افغانستان په ۳۳ ولایتونو او د عمومي نوم لیکنې پروسه یوازې په غزني ولایت کې سر له ننه چې د غبرګولي اتلسمه نېټه ده، رسماً پیلېږي.

د رأيې ورکولو پر شرايطو برابر هغه کسان هم پکې شامل دي چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي، یا د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې له نوم‌ لیکنې پاتې شوي او یا یې هم روان کال قانوني سن اتلس کلنۍ ته رسېدلی وي، د تقويتي نوم لیکنې په بهیر کې ګډون کوي.

د تقويتي نوم لیکنې بهیر په ۳۳ ولایتونو کې او د رأيې ورکوونکو عمومي نوم لیکنې بهير يوازې په غزني ولایت کې له نن څخه چې د غبرګولي اتلسمه نېټه ده، د چنګاښ د مياشتې تر لومړۍ نېټې رسماً دوام کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ پرون ماسختن ازادي راډيو ته وويل، په دې اړه چمتووالی لري او په سلو کې اتيا د نوم لیکنې مواد ولایتونو ته انتقال شوي دي.

ښاغلي ننګ زیاته کړه:

"موږ د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د تقویتي نوم لیکنې بهیر تر سره کوو او یوازې په غزني ولایت کې د عمومي نوم لیکنې پروسه عملي کېږي، مخکې په دې ولایت کې د رأیې ورکوونکو نومونه نه وو ثبت شوي، په ټوله کې د افغانستان د ۳۳ ولایتونو په ۴۵۸ مرکزونو کې د تقويتي نوم لیکنې او په غزني کې په ۲۷۴ مرکزونو کې د عمومي نوم لیکنې بهير عملي کوو."

دی وايي، له غزني پرته په ټولو ولایتونو کې د نهه ميلیونو او پنځه سوه زرو کسانو نومونه تېر کال ثبت شوي وو چې په پارلماني انتخاباتو کې ګډون وکړي.

دا انتخابات د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲ ولایتونو کې او په کندهار کې د عقرب په پنځمه وشول.

د خپلواکو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وويل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر تر پیل مخکې باید خلکو ته د دې پروسې په اړه پر عامه پوهاوي تمرکز کړی وای.

د خپلواکو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي رئیس یوسف رشید

دی وایي:

"ښه به دا وه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خلکو ته پر دوامداره عامه پوهاوي تمرکز کړی وای، دوی ته ډاډ ورکړل شوی وای چې هغه ستونزې چې پخوا رامنځته شوي وې، هغه به نه تکرارېږي، د مخنيوي لپاره يې باید روښانه پلانونه درلودای، زموږ په نظر به دا پروسه هر اړخیزه او عمومي نه وي او محدود کسان به نوم لیکنه وکړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ويلي چې سر له نن شنبې په د تقويتي نوم لیکنې د بهیر په اړه د عامه پوهاوي پروګرام هم پيلوي.

د حبیب الرحمان ننګ په وینا، دا پروګرام به نهه سوه مبلغین پر مخ وړي.

د افغانستان ولسمشريزو انتخاباتو ته تر څلورو مياشتو کمه موده پاتې ده.

ټاکل شوې ده چې دا انتخابات د روان کال د تلې یا میزان په شپږمه نېټه وشي.

امنیتي ستونزې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې او راتلونکو انتخاباتو مخې ته له لویو ننګونو بلل کېږي.