افریقايي ټولنې په دې ټولنه کې د سوډان غړیتوب وځنډاوه

د سوډان د اوسېدونکو یو انځور

افریقايي ټولنې وروسته له هغې په دې ټولنه کې د سوډان غړیتوب وځنډاوه چې د دې هېواد واکمنو په پلازمېنه کې د ډموکراسۍ پلوو اعتراض کوونکو پر ضد یې ځپونکي او له تاوتریخوالي ډک اقدامات وکړل چې دې اقداماتو لسګونه کسان وژلي.

افریقايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ وویل، د سوډان د اوسني بحران د هواري لپاره یوازنۍ لاره دا ده چې له واکمنې پوځي شورا څخه واک ملکي چارواکو ته انتقال شي.

د سوډان واکمنې انتقالي پوځي شورا منلې چې د جون په درېیمه نېټه په پلازمېنه خرطوم کې له دفاع وزارت څخه بهر د اعتراض کوونکو پر کمپ د امنیتي ځواکونو یرغل کې دېرش کسان وژل شوي دي.

خو له اپوزیسيون سره تړلو طبي ادارو ویلي، ۱۰۸ کسان وژل شوي او وايي چې د نیل له سینده تر ۴۰ زیات جسدونه ایستل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د اعتراض کوونکو پر ضد د سوډان د واکمنو ځپونکي اقدامات غندلي دي.

واشنګټن له پوځي واکمنو غوښتي چې له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي او د ملکي مشرتابه لرونکي انتقالي ډلې سره دې اړیکې بېرته ټینګې کړي.

د اپرېل په میاشت کې چې د خلکو له پراخو اعتراضونو وروسته د سوډان پوځ ددې هېواد د اوږدې مودې واکمن عمر البشیر له واکه لېرې کړ، دا هېواد له تاوتریخوالو سره مخ دی.