خلک: د کوچني اختر درې ورځې د نسبي سولې او امن په فضا کې تېرې شوې

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ښار د کوچني اختر په لومړۍ ورځ

د افغانستان په ځانګړې توګه د لویو ښارونو اوسېدونکي د کوچني اختر درې ورځې د امن په فضا کې تېرې کړې.

غلام محمد چې د کابل ښار یو اوسېدونکی دی، وایي چې که څه هم له احتمالي حملو او ناامنیو وېره موجوده وه، خو د نوموړي په خبره، د اختر ورځې په ارامه فضا کې تېرې شوې.

ده وویل:

"موږ خوښ یوو چې د اختر په درېیو ورځو کې خلک پرته له وېرې د خپلو دوستانو لیدلو ته ولاړل او اختر یې ولمانځه، زموږ غوښتنه دا ده چې په هېواد کې مو تلپاتې سوله راشي."

د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکي هم وایي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو شتون د امنیت په تړاو خلک ډاډه کړي وو.

صمیم د کندز ښار اوسېدونکی وایي:

"له امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه کوو چې په هر حال کې یې زموږ امنیت ټینګ کړی دی."

په ډېریو پخوانیو اخترونو کې د افغانستان خلکو د امن ورځې نه دي تېرې کړي، پرته د تېر کال له کوچني اختره چې افغان حکومت او طالبانو اوربند پکې کړی و.

خو سږ کال طالبانو د افغان حکومت له لوري د اختر په ورځو کې د اوربند وړاندیز ونه مانه او د طالبانو د ډلې رهبر ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې وویل چې طالبان به جګړې ته دوام ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د رهبر د دغه پیغام په غبرګون کې اعلان وکړ چې ټول افغان امنیتي ځواکونه به د اختر په ورځو کې د تیارسئ په حال کې وي.

خو د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې دوی د کوچني اختر ورځې په یو داسې حال کې چې نا اعلان شوي اوربند ته ورته وې، تېرې کړې.

صمیم حیدري زیاتوي:

"داسې ښکاري چې د پردې تر شا اوربند شوی وي، ځکه د جګړې هېڅ شور نه و، موږ ډېر خوښ یوو او له طالبانو غواړو چې تلپاتې اوربند وکړي."

یو شمېر امنیتي سرتېري چې له کورنۍ نه لېرې یې د امنیت لپاره سینه سپر کړې، وايي چې د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوي کوي.

سید ادریس چې په جوزجان ولایت کې دنده ترسره کوي، ازادي راډيو ته وویل:
"موږ اختر ونه لمانځه، د اختر په درېیو ورځو کې مو دنده ترسره کړه چې د خلکو امنیت ټینګ او له هر ډول پېښې مخنیوی وکړو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وایي، که څه هم د وسله والو مخالفینو له لوري ګواښونه زیات وو، خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې دغه ګواښونه دفع او له حملو مخنیوی وکړي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

"په ولایتونو کې له ۷۰ ترهګریزو حملو او په کابل ښار کې له ۳۵ حملو مخنیوی وشو، د خدای په فضل افغان امنیتي ځواکونو او کشفي او ستخباراتي ادارو وکړای شول چې د اختر په ورځو کې په مرکز او ولایتونو کې امنیت ټینګ کړي."

په داسې حال کې د افغانستان خلکو کوچني اختر د امن په نسبي فضا کې ولمانځه چې د روژې په میاشت کې یې خونړۍ ورځې تېرې کړې.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې په ټول هېواد کې ۱۹۳ ملکي او ۲۰۱ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.