ډيپلوماټ: په کابل کې د جرایمو ضد جګړه هومره مهمه ده، لکه د ترورېزم پر وړاندې جګړه

واشنګټن ټايمز:

واشنګټن ټايمز ورځپاڼې د امريکا د بهرنیو چارو د وزير مایک پامپیو د هغو څرګندونو په اړه مقاله ليکلې چې له طالبانو سره د امريکا له خبرو د افغانستان د ایستلو راپورونه یې رد کړي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، مایک پامپیو بریتانیې ته د خپل سفر پر مهال دا خبره له حقیقته لېري وبلله چې ګواکې افغان حکومت دې له طالبانو سره د امریکا د خبرو برخه نه وي.

په مقاله کې راغلي چې د راپورنو پر اساس، ولسمشر غني د طالبانو او امريکايانو له مخامخ خبرو په غصه شوی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر له واشنګټن ټايمز سره په لندن کې د خبرو پر مهال دا اوازې رد کړې او ويې ویل، په کابل کې د امريکا سفیر جان بس هره ورځ څو ځلې له افغان ولسمشر سره خبرې کوي.

د مایک پامپیو په خبره، جان بس د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره یو ځای کار کوي او د سولې په هڅو بوخت دی.

پامپیو له واشنګټن ټايمز ورځپاڼې سره په خبرو کې تأييد کړه چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګونه شوي، خو د ده په وینا، د افغانستان د جګړې اوږدېدل خپل لامل لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر دا لامل مشخص کړی نه دی، خو ويلي يې دي چې په افغانستان کې تر اوولسو کلونو زیاته موده د ده د هېواد د سرتېرو پاتې کېدل ډېر اوږده موده ده.

ډيپلوماټ:

دي ډيپلوماټ خپرونې په کابل کې د جنايي جرایمو د زياتېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې عنوان دی، په کابل کې د جرایمو پر ضد جګړه هغومره مهمه او اوږده ده لکه د ترورېزم پر وړاندې جګړه.

مقالې په کابل ښار کې د ای کلیک په نوم د انلاين پير او پلور د شرکت يادونه کړې ده.

مقاله لیکي چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د خلکو هیلې راژوندۍ کړې، خو د ای کلیک غوندې شرکتونه د ترورېزم له ستونزو سره نه، بلکې د جرایمو له ستونزې سره مخامخ شوي دي.

ډيپلوماټ خپرونې ليکلي چې هره ورځ لسګونه کسان له ای کلیک شرکت څخه انلاین غوښتنه کوي چې جامې او بوټونه دې یې کور ته وروړي، خو ټول مشتریان پيرودونکي نه وي.

مقالې د نولس کلن حسیب الله نظري کیسه ليکلې چې د ای کلیک شرکت له خوا یې د یوه مشتري کور ته بوټونه وروړل او تمه یې درلوده چې هغوی به ورته د بوټو پیسې ورکړي، خو کله چې دی هلته ورسېد، مشتري له خپلو ملګرو سره یو ځای راڅرګند شو او له نظري يې وغوښتل چې خپل موبایل او موټرسايکل ورته ورکړي، کله چې نظري د دوی خبره ونه منله، هغوی ورباندې د چاقو حمله وکړه، دی یې ټپي کړ او موټرسايکل يې ورڅخه وتښتاوه.

مقاله لیکي چې افغان پولیسو د جنایتکارانو پر وړاندې جګړه اعلان کړې ده، خو په کابل کې امنیت تامینول یوه لویه ستونزه ده.

د مقالې په وینا، په افغانستان کې څلوېښت کاله جګړه تېره شوې او اوسېدونکي يې اوس هم د بېوزلۍ شپې ورځې تېروي.

مقاله لیکي چې د کابل د اوسېدونکو نيمايي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

مقاله د ۲۰۱۸ میلادي کال د افغان دولت د یوه راپور له قوله ليکلي چې تر دېرش مليونو زیات افغان نفوس دېرش فیصده بېکاره دی.

مقاله وايي، له همدې کبله ځوانان يې د ژوندي پاتې کېدلو په خاطر غلاوو او شکونو ته مخه کوي.

په مقاله کې د راشد په نوم د یوه غله یادونه شوې چې په لارو کوڅو کې به یې خلک شوکول، خو وروسته دی ونیول شو او په دوه نیمو کلونو بند محکوم شو.

مقاله له دې پوښتنې سره پای ته رسېدلې چې د راشد د بند یوه مياشت وخت پاتې دی، نه پوهېږي چې کله چې دی راخوشې شي، څه ډول به ځان ساتي، ایا دی به بېرته غلا ته مخه کړي؟