د سوډان فعالان: د نیل له سینده مو څلوېښت مړي را ایستلي

ارشیف، د سوډان د اوسېدونکو یو انځور

په سوډان کې فعالان وایي، د ډموکراسي پلوه کسانو د مظاهرو له ځپلو وروسته دوی په خرطوم کې د نیل له سینده څلوېښت مړي را ایستلي دي.

د سوډان له اپوزيسیون سره په اړیکه کې ډاکتران وایي چې دا جسدونه ښایي د هغو سل کسانو له ډلې وي چې ګومان کېږي، دوه ورځې مخکې په خرطوم کې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر یوه کمپ د حملې پرمهال وژلي وو.

د سوډان د ډاکترانو د مرکزي ټولنې په وینا، دا څلوېښت ترلاسه شوي جسدونه د چټک غبرګون ځواکونو نامعلوم ځای ته ولېږدول.

په سوډان کې پوځي انتقالي شورا د عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته واک په لاس کې اخیستی دی.