د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ځنډ څرنګوالی

د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو (زما رأیه، زما حق) ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ځنډ څرنګوالي ته ځانګړی شوی.

څه موده وړاندې د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د وخت د کمښت، بودجې نشتوالي او امنیتي ستونزو له امله د ولایتي شوراګانو انتخابات نه‌شو ترسره کولای.

په انتخاباتو د څار بنسټونو د کمېسیون د دغې پرېکړې په وړاندې سخت غبرګون وښود او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې په ناسم مدیریت او بې‌غورۍ تورن کړ.

دا چې ستونزه چېرته ده دا نور مسایل مو په دغه پروګرام کې څېړلي دي.

دا پروګرام چې رحمت‌الله افغان چمتو کړی د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ځنډ څرنګوالی