د چین ولسمشر له پوتین سره په کرملېن کې ګوري

د چین ولسمشر شي جین پنګ

د چین ولسمشر شي جین پنګ نن روسیې ته تللی دی.

روسي چارواکو د هغه سفر د ملګرتیا او اقتصادي اړیکو په برخه کې یو نوی فصل بللی.

شي جین پنګ له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کرملېن ماڼۍ کې ګوري.

تمه ده چې د چین ولسمشر وروسته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په کوربه‌توب د سنت پټرزبورګ د اقتصاد په فورم یا مجمع کې ګډون وکړي.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملېن د بهرنۍ تګلارې سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې "د شي سفر زموږ په دوه اړخیزو اړیکو کې یوه مهمه مسله ده."

د روسیې خبري رسنیو د اوشاکوف په حواله ویلي چې د روسیې او چین ولسمشران به د نړیوالۍ ملګرتیا او ستراتېژیکو همکاریو یو تړون لاسلیک کړي.