خلیل‌زاد له جرمني چارواکو سره د سولې پر بین‌الافغاني خبرو، خبرې وکړې

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې مرکې پر مهال

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد له لوړپوړو جرمني چارواکو سره د افغان سولې او بین‌الافغاني خبرو په اړه خبرې کړي.

خلیل‌زاد نن سهار په ټویټر باندې لیکلي چې د جرمني په پلازمېنه برلین کې یې د پرون او وړمې ورځې خبرې رغنده وې.

خلیل‌زاد ویلي چې د جرمني د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار جان هکر، د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اندریاس میکایلیس او د افغانستان لپاره د جرمني له خاص استازي مارکوس پوتزل سره‌یې لیدلي.

هغه ویلي له جرمني چارواکو سره‌یې په دې خبرې کړي چې څه کولای شو څو په افغانستان کې دایمي سوله راشي.

ښاغلي خلیل‌زاد همداراز ویلي چې د جرمني په کوربه‌توب د افغان سولې لپاره د امریکا-اروپا د یوه ګروپ غونډه هم وشوه.

هغه ویلي چې د دغه ګروپ د غونډې تمرکز د سولې پروسه او راتلونکې بین‌الافغاني خبرې وې چې کوربه‌توب یې جرمني او قطر کوي او د اسلو په مجمع کې هم پرې بحث کېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمې او څو نورو هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل کړى دى.

هغه تر جرمني مخکې د يکشنبې په ورځ په پاکستان کې و او ټاکل شوې افغانستان، متحده عرب اماراتو، قطر او بلجيم ته هم لاړ شي.

تمه ده دی افغانستان، بلجیم، عربي متحده اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.

خليلزاد د طالبانو له استازو سره شپږ وارې خبرې کړې دي، خو تر اوسه دغه ډله د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته نه‌ده حاضره شوې.