له ۲۰۲۰ کال وروسته د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ پر دوام د ناټو بیا ځلی ټینګار

په کابل ښار کې د یوې انتحاري او ډله‌ییزې حملې په سیمه کې یو شمېر افغان ځواکونه

په بروکسل کې د ناټو د سې شنبې ورځې په غونډه کې د دې تړون غړو پر خپله هغه ژمنه بیا ټینګار وکړ چې له ۲۰۲۰م کال اخوا به د افغانستان د امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

په هغه غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ د دې سازمان په مرکز بروکسل کې د افغان ځواکونو د تمویلوونکو هېوادونو استازو په‌کې برخه درلوده، د ناټو ټولو غړو او متحدانو تأیید کړه چې له دې ځواکونو سره به دوامداره مالي همکاري جاري ساتي او د پیاوړو امنیتي ځواکونو په لرلو افغانستان د سولې خواته تلی شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په دې ناسته کې وویل، په ۲۰۱۲ م کال کې د شیکاګو په غونډه کې ژمنه شوې وه چې له ۲۰۱۵ م کال څخه تر ۲۰۱۷ م کال پورې به د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي. د ستولتنبرګ په وینا په ۲۰۱۶ م کال کې د وارسا په غونډه کې هم ټول هېوادونه تر ۲۰۲۰ م کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ژمن شول او تېر کال د بروکسل په غونډه کې تمویلوونکو تر ۲۰۲۴ م کال پورې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ پر دوام توافق وکړ.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، د سې شنبې د ورځې غونډه د افغان ځواکونو سره د قوي او دوامداره مالي ملاتړ د ژمنې څرګندوی ده، څو د ده په وینا، په پایله کې یې د خبرو اترو له لارې د افغانستان د کړکېچ د هواري فرصتونه پیاوړي شي او دا هېواد یوې داسې سولې ته ورسېږي چې د ټولو افغانانو هیله ده.

د سې شنبې په ورځ د بروکسل په غونډه کې د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي، د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال عبدالحی رووف، په کابل کې د کاناډا سفیر، د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د دفاع د وزارت مرستیال د افغان ځواکونو د ملاتړ د صندوق په استازیتوب د ناټو د چارواکو او غړو هېوادونو د استازو سره ګډون درلود.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، د روان کال د مې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې، بسپنه ورکوونکو هېوادونو د افغان ځواکونو د ملاتړ له صندوق سره دوه میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د نوموړي په وینا د افغانستان د ملي اردو د ملاتړ صندوق به د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو ته پرانیستی پاتې شي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر اوسه پر دې نړیوالو مرستو تکیه دي.

پوښتنه دا ده چې افغانستان به د نړیوالو مرستو د نشتوالي په صورت کې څه کوي؟

په لندن کې مېشت د سیاسي چارو افغان څارونکی ولي اریا

د افغانستان د سیاسي چارو لندن مېشتي څارونکي ولي اریا ازادي راډیو ته وویل، د نړیوالې ټولنې له مالي ملاتړ پرته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د کار دوام دمګړۍ ناممکن ښکاري.

ښاغلی اریا زیاتوي: "افغانستان له دې مرستو سره ډېر سخت تړاو لري. له دې مرستو پرته دوام ستونزمن دی. که داسې تصور کړو چې د ناټو د غړو هېوادونو مرستې بندې شوې، ښايي له څو میاشتو اخوا د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو دوام تصور نه‌شو کړی."

نړیواله ټولنه د افغان ځواکونو د تمویل له درې صندوقونو سره مرسته کوي:

  • د افغانستان ملي اردو او پیاوړتیا یې.
  • د پولیسو او هغو کارکوونکو تنخواګانې چې د افغان پولیسو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سره کار کوي.
  • د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز، د زېربناوو جوړول او د هغو تأسیساتو رغول او ابادول چې دا ځواکونه ترې کار اخلي.

د سیګار د تازه راپور پر اساس له ملکي کارکوونکو پرته د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر څه د پاسه ۳۰۰ دی چې لویه برخه‌یې له وسله‌والو طالبانو، داعش وسله‌والې ډلې او شااوخوا ۲۰ نورو ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

د ټولو ځواکونو لګښت هر کال پنځه میلیارده ډالر اټکلېږي چې زیاته برخه‌یې د امریکا متحده ایالات او د ناټو نور متحدان ورکوي.