په سوډان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ تنو ته ورسېد

اعتراض کوونکي

په سوډان کې د امنیتي ځواکونو د برید په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ تنو ته ورسېد.

دغو ځواکونه پرون دوشنبې په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ د یوې قرارګاه دباندې د ډموکراسۍ پلوه معترضانو پر یوې ډلې برید وکړ.

یو له دغو معترضانو ولید فاروق دی، وايي:"موږ سوډانیان د تحصن کوونکو د تیتولو لپاره امنیتي ځواکونه مسؤل بولو. زموږ امنیتي ځواکونو د سوډان له خلکو سره خیانت کړی دی."

د سوډان د متخصصانو ټولنې د دوشنبې په ورځ پر ټویټرپاڼه ولیکل: "معترضان د یوې ډله‌ییزې خونړۍ وژنې سره مخامخ دی چې هدف یې د تحصن ماتول دي."

د دغې ټولنې په خبره په‌دې ترڅ کې له مرمۍ او زوره کار اخېستل کېږي.

پوځي انتقالي شورا دا ادعا رد کړې چې ګواکې د تحصن اصلي ځای په زور ټول شوی دی.

په سوډان کې د حکومت ضد اعتراضونو څو میاشتې وروسته، عمرالبشیرپه اپریل میاشت کې د پوځ په یوې کودتا د ولسمشرۍ له څوکۍ څخه لېرې کړای شو.

له هغه راهیسې یوې پوځي انتقالي شورا د حکومت اداره په لاس کې اخېستې ده.

معترضان په خرطوم کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی او غواړي یو غیر پوځي حکومت دا هېواد اداره کړي.