په کرکټ کې له پاکستانه وروسته سریلانکا هم ستره ماتې وخوړه

ارشیف، سریلانکايي لوبډله

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام په درېيمه لوبه کې نوي زیلانډ سریلانکا لوبډلې په لسو ویکټو ستره ماتې ورکړه.

د سیالۍ ټاس نوي زیلانډ وګاټه او د سریلانکا لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، سریلانکایي لوبغاړو ۱۳۶ منډې وکړې او د سیالۍ په ۳۰ اوور کې يې ټوله لوبډله سوځېدله.

دا دوهمه اسیايي لوبډله ده چې په روانو سیالیو کې د اروپایي لوبډلو په وړاندې د ټاکلو پنځوسو اوورونو په لوبولو نه توانېږي.

تېره ورځ پاکستانۍ لوبډله د ویسټ انډیز په وړاندې په ۱۰۵ منډې ټول اوټ شوه.

د نن ورځې په لوبه کې د سریلانکا لوبډله هم د پاکستانۍ لوبډلې په څېر تر ډېره د تېزو توپ اچونکو په وړاندې ناتوانه وه، د نوي زیلانډ تېزو توپ اچونکو ایم جی هنري او ټی ای بولټ د سریلانکا درې درې لوبغاړي رخصت کړل.

د سیالۍ په دوهم اننګز کې د نوي زیلانډ لوبغاړو ټاکل شوی هدف په ډېرې اسانۍ د سیالۍ د اولسم اوور په لومړۍ توپ پوره کړ او خپله لومړۍ لوبه یې په لسو ویکټو وګټله، د نن ورځې دوهمه لوبه بیا د افغانستان او اسټرلیا ترمنځ روانه ده، افغانستان ټاس ګټلی او د منډو جوړولو پرېکړه یې کړې ده.