سعودي عربستان ته د امرالله صالح سفر، د عمرې حج که ټاکنیز کمپاین؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او امرالله صالح د عمرې په حال کې

ولسمشریزو انتخاباتو ته ځیني کاندیدان او حقوق پوهان وايي، په حکومتي ناستو او سفرونو کې د امرالله صالح ګډون غیر قانوني او انتخاباتي کمپاین ګڼل کېږي.

امرالله صالح د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د اتنخاباتي ټیم لومړی مرستیال دی، خو نوموړي تراوسه په څو حکومتي ناستو او بهرنیو سفرونو کې برخه اخیستې ده.

د ولسمشریزو انتخاباتو یو شمېر کاندیدان په دې ډول پروګرامونو کې د ښاغلي صالح ګډون مخکې له وخته د ولسمشر د انتخاباتي کمپاین هڅه ګني او وايي چې صالح باید په داشان ناستو او سفرونو کې ګډون ونه کړي.

د دغو کاندیدانو له ډلې شهاب حکیمي وايي، سعودي عربستان ته له ولسمشر غني سره د ښاغلي صالح سفر ښيي چې د حکومت انتخاباتي ټیم سر له اوسه کمپاین پیل کړی دی.

ده زیاته کړه:

"په حکومتي حساب، امرالله صالح هېڅ دنده نه لري چې له ولسمشر سره سعودي یا بل ځای ته لاړ شي؟ د کمپاین له پلوه هم اجازه نه لري چې ولسمشر د انتخاباتي ټکټ په لرلو سره بهرنیو سفرونو ته لاړ شي."

امرالله صالح سعودې عربستان ته د ولسمشرغني د سفر ملګری دی.

که څه هم سعودي عربستان ته د ولسمشر د سفر هدف په مکه کې د اسلامي همکاریو د سازمان په ناسته کې د ده ګډون دی، خو د هغو تصویرونو له مخې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپاره شوي، ښاغلی صالح په کې د عمرې پرمهال د ولسمشر ترڅنګ لیدل کېږي.

د فېسبوک له لارې مو له ښاغلي صالح سره اړیکه ټینګه شوه، خو په دې اړه یې نظر څرګند نه کړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي چې په دغه سفر کې شامل دی، ازادي راډیو ته په یوه استولي پیام کې یې ویلي:

"په دغه سفر کې ځیني رسمي پلاوي شته چې د اسلامي هېوادونو سرمشریزې ته بلل شوي او د دې ترڅنګ يې عمره هم کړې چې د دولت په لګښت دي، خو ځیني یې د ولسمشر په شخصي لګښت عمرې ته بلل شوي چې د نوموړي ځیني سلاکاران، سیاسي، جهادي او ملي شخصیتونه اوعالمان په کي دي."

خو یو شمېر حقون پوهان د ښاغلي مرتضوي نظر موجه نه ګڼي.

د دوی په باور، په حکومتي ناستو او بهرنیو سفرونو کې د امرالله صالح ګډون په هرنامه چې وي، غیر قانوني او انتخاباتي کمپاین ګڼل کېږي.

د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال سبحان مصباح وايي:

"دلته یو لړ بې عدالتۍ رامنځته کېږي، ځکه موږ ۱۸ کاندیدان لرو چې یو ولسمشر دی، په دې صورت کې عدالت تر پوښتنې لاندې راولي، نورو ته محرومیتونه پیدا کوي او بې عدالتي احساسوي چې دا کار د انتخاباتو عدالت او شفافیت تر اغېز لاندې راولي."

د انتخاباتو څارونکي بنسټونه هم په دې تړاو اندېښمن دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئيس یوسف رشید وايي، که په دا شان حکومتي ناستو او سفرونو کې د انتخاباتي کمپاین مسئله هم نه وي، خلکو ته پوښتنې پیدا کېږي.

ښاغلی رشید د ولسمشراو اجرائیه رئیس په ګډون له ټولو کاندیدانو غواړي چې مخکې له وخته له کمپایني کارونو لاس واخلي.

راپور: خان محمد سیند