د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ ولسوال وايي چې وسله والو طالبان پر دې ولسوالۍ حملې ته تیاری نیسي او وسله وال را غونډوي.
ولسوال روح الله میرزاد پرون د مې په یودېرشمه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې له دوو ورځو راهیسې په سیمه کې د وسله والو طالبانو جلب او جذب روان دی او پر امنیتي پوستو یې هم حملو ته شدت ورکړی دی.
میرزاد زیاتوي:
"وسله وال طالبان لګیا دي حشر کوي، وسله وال را ټولوي، طالبانو پر ټولو پوستو حملې کړي، د وسله والو طالبانو به شل تنه مړي او زخمیان وي، دیارلس تنه زموږ شهیدان دي او اووه تنه زخمیان دي."
میرزاد وویل چې که له مرکزه اضافي ځواکونه ور ونه رسېږي، له سخت وضعیت سره به مخامخ شي.
د کوهستان ولسوال ازادي راډیو ته وویل چې شااوخوا سیمې وسله والو طالبانو نیولي او دوی کلابند دي.