پاکستان د کرکټ نړیوال جام د وېسټ انډیز په وړاندې په ماتې سره پيل کړ

د پاکستان د کرکټ ټیم یو لوبغاړی

د پاکستان پرله‌پسې ماتې، نړیوال جام‌یې هم په ماتې پیل کړ.

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام په دوهمه لوبه کې وېسټ انډیز پاکستان ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

د سیالۍ ټاس وېسټ انډیز لوبډلې وګاټه او پاکستان ته‌یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، پاکستان ۱۰۵ منډې وکړې او د سیالۍ په ۲۲م اور کې یې ټوله لوبډله وسوځېدله.

د پاکستان منډه جوړونکي تر ډېره د وېسټ انډیز د تېزو توپ اچوونکو ښکار شول.

شان ټوماس څلور، لوبډل‌مشر جېسن هولډر درې وېکټې، اندرې راسل دوه وېکټې او شیلډن کټرول یوه وېکټه واخیسته او په دې سره‌یې د پاکستان اننګز پای ته ورساوه.

د پاکستان په منډه جوړوونکو کې له فخر زمان او بابر عظم وروسته یو لوبغاړي هم له ۲۰ ډېرې منډې ونه‌کړې.

د سیالۍ په دوهم اننګز کې د وېسټ انډیز توپ وهونکو ۱۰۶ منډې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۴م اور کې په اووه وېکټو پوره کړ او په دې سره‌یې خپله لومړۍ لوبه وګټله.

د نړیوال جام سیالۍ تېره ورځ د انګلنډ لوبډلې په بریا پیل شوې، دا یې دوهمه لوبه وه، سبا به سریلانکا د نوي زیلاند او افغانستان د استرالیا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.