د راپورونو له مخې د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون خپل ځانګړی استازی او د بهرنيو چارو وزارت هغه چارواکي اعدام کړي چې د ده او امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د فبرورۍ مياشتې په خبرو کې يې رول درلود.
دا خبر د جنوبي کوريا ورځپاڼې چوسن ایلبو خپور کړی دی.
د کېم جونګ اون خاص استازی کیم یونګ چال چې ویل کېږي په اعدام شویو کې شامل دی د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپيو سره هم کتلي و.
هغه د شمالي کوریا د اټمي لانجې د مرکچي پلاوي مشر و.
دی او درې نور کسان په مارچ میاشت کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور په میریم هوايي ډګر کې اعدام شوي.
شمالي کوريا له ټرمپ سره د فبرورۍ مياشتې د خبرو د ناکامه کېدو په خاطر دوی مسئول ګڼل.
د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترجمانه هم له ستونزو سره مخامخ ده.
د راپور له مخې دې په ژباړه کې غلطي کړې وه او اوس د سياسي زندانيانو په کمپ کې بندي ده.
پر دې د شمالي کوريا د مشر حیثیت ته د زیان اړولو تور دی.