د اسلامي همکاریو د سازمان ۱۴مه سرمشریزه په مکه ښار کې پيل شوې

د اسلامي همکاریو د سازمان ۱۴مه سرمشریزه

د اسلامي همکاریو د سازمان ۱۴مه سرمشریزه نن د سعودي عربستان په مکه ښار کې پيل شوې ده.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني هم په‌دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره پرون سعودي ته رسېدلی دی.

تمه ده چې دی نن د ورځې په اوږدو کې هلته وینا وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان تېر وخت د افغانستان پر مسایلو هر اړخېز بحثونه او پرېکړې کړې دي.

د ۱۳۹۷ کال په سرطان میاشت کې دغه سازمان د سعودي عربستان په جده ښار کې د دیني عالمانو یوه غونډه ور بللې وه.

په‌دې غونډه کې د نړۍ دیني عالمانو د افغانستان جنګ ناروا وباله.