د هلمند چارواکي وايي مرکزي ادارې ورته د کوکنارو اړولو پلان نه‌دی ورکړی

په ننګرهار کې یو پولیس د کوکنار د کښت په اړولو بوخت دی

د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشه‌يي موادو په اړه مو د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه کړې:

  • په یو راپور کې اورئ چې د هلمند محلي چارواکي وايي، سږکال مرکزي ادارې دوی ته د کوکنارو اړولو عملياتي پلان نه‌دی ورکړی.
  • په یو بل راپور کې اورئ چې تېرکال په افغانستان کې درې زره کسان د مخدرو موادو د قاچاقو په تور نیول شوي.
  • د تنباکو د منعه کولو نړيوالی ورځې په مناسبت یو راپور اورئ
  • او په وروستی برخه کې د یوه معتاد له خاطرې وروسته په زړه پورې ډرامه هم اورېدلای شئ.

    Your browser doesn’t support HTML5

    د زهرو کاروان د ۱۰۵مې اوونۍ خپرونه