د سولې ولسي حرکت غړي هلمند کې د طالبانو مرکز «موسی کلا» ته ځي

د سولې ولسي حرکت غړي

د سولې ولسي حرکت غړي د لښکرګاه ښار په کارته لګان سیمه کې د پاچاخان مولاداد په کور کې په یوه زېرخانه کې اوسېږي او د هغه ملګرو د راتګ انتظار کاږي چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه د دوی سره یوځای کېږي.

تر اوسه د کندهار، ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه یو شمېر کسان چې دوه په کې ماشومان دي، لښکرګاه ته را رسیدلي دي.

د دې حرکت د اړیکو او معلوماتو مسؤل پاچاخان مولاداد وايي، کله چې د غزني، هرات او بلخ ملګري ورسره یوځای شول، موسی کلا ته حرکت کوي.

موسی کلا د لښکرګاه په شمال کې ده او د نږدې څلورو کالو راهېسې د طالبانو په ولکه کې ده.

د سولې د ولسي حرکت غړي که څه هم تېرکال په پښو کابل او د هغه ځایه بلخ ته ولاړل، خو دا به لومړی ځل وي چې دوی یوه داسې ځای ته حرکت کوي چې هغه د طالبانو مرکز بلل کېږي.

  • دا چې دوی کله ځي؟

په‌دې اړه نور حال د ازادي رآډیو د خبریال محمد الیاس داعي په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

راپور