د مسکو غونډه: د اوربند پر موافقې نه یو توانېدلې

په مسکو کې غونډه

په مسکو کې د بین‌الافغاني غونډې ګډون‌والو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې په خبرو کې پرمختګ شوی خو نه‌دي توانېدلي چې پر اوربند موافقه وکړي.

په مسکو کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د افغانستان پر اتلس کلنه جګړه "بین الافغاني " خبرې وشوې.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې پرون، د مې په دېرشمه ، خپره شوه لیکل شوي چې د اوربند پر امکان، د اسلامي نظام پر پیاوړي کولو او د ښځو پر حقونو مثبتې او رغونکې خبرې شوې دي.

د بلخ والي عطا محمد نور اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، زموږ اساسي پیغام د اوربند اعلان و، داسې اوربند چې د سولې پېل شي.

د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي ویاند، سهیل شاهین ویلي چې ځینې مسئلې نور بحث ته اړتیا لري.

هغه په‌دې چې د خبرو د دوام لپاره څه وخت او چېرته بیا غونډه کېږي، معلومات نه‌دي ورکړي.