غزني: هغه دیني عالمان چې دولتي معاش خوري او ننګه‌یې نه‌کوي له دندې ایستل کېږي

په غزني کې د ديني عالمانو او علماوو شورا له لوري د مولوي سیمع‌الله ریحان د فاتحې مراسم

د غزني چارواکي وايي، دیني عالمان او د حج او اوقافو ریاست د سولې په برخه کې هېڅ اقدام نه‌کوي.

دوی وايي، معاشونه له دولته خوري بیا هم د دولت په ننګه هېڅ ګام نه پورته کوي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی وايي:"د غزني په ډېری جوماتونو کې د جمعې خطبې ویل کېږي، خو په یوه خطبه کې هم د جنګ په بس کېدو او د سولې په اهمیت خبره نه‌کېږي."

والي وحیدالله کلیمزي دغه خبرې د دوشنبې په ورځ په غزني کې د ديني عالمانو او علماوو شورا له لوري د مولوي سیمع‌الله ریحان د فاتحې او د ختم قرآن کریم په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی

په‌دغه غونډه کې په غزني کې د علماوو د شورا رئیس مولوي اسماعیل روحاني هم وینا وکړه او ویې ویل:"دیني عالمان دې د سولې په برخه کې غږ پورته کړي، که نو بیا دې د جنازو پورته کولو ته ځان چمتو کړي."

په غزني کې د حج او اقافو رئیس محب الله صابر هم ټینګار ویل، هغه ملایان چې دولتي معاش خوري او د دولت ننګه نه‌کوي هغه به له دندې ګوښه کړي.

ښاغلي صابر وویل: "څوک چې معاش د دولت خوري او د دولت په ننګه کمزورې خبره کوي او له دولته دفاع ونه‌کړي، هغه هم لحظه به یې له کاره وباسي، خدای دې وکړي چې وسله‌وال طالبان به ما هم ټوک ټوک کړي او دوی هم."

دا په‌داسې حال کې ده چې په غزني کې تر بل هرځای زیاتې جګړې او وژنې روانې دي.