یوه پاکستاني سړي خپله مېرمن هغه وخت ووژله چې په اېډز اخته وه

دا هغه پاکستانی دی چې خپله مېرمن یې وژلې ده, May 29, 2019

یوه پاکستاني سړي خپله مېرمن چې په بدن کې يې «اېچ.ای.وي» ایډز ویروس يې کشف شوی و، وژلې ده.

دا پېښه د پاکستان د سند ایالت په هغې سیمه کې شوې ده چېرته د «اېچ.ای.وي» شاوخوا ۷۰۰ مثبتې پېښې چې اکثره په ماشومانو کې دي، ثبت شوي دي.

پاکستاني چارواکو وویل چې د دې ۳۲ کلنې مېرمن د وژلو پېښه د سند ایالات په شکار پور سیمه کې شوې ده.

چارواکو ویلي، دا مېرمن د خپل مېړه له‌خوا په‌دې تور چې غیر مشروع جنسي اړیکې يې لرلې، وژل شوې ده.

چارواکو ویلي په‌دې سیمه کې «اېچ.ای.وي» ویروس وروسته له هغې خپور شو چې د مظفر ګنګوره په نوم یوه ډاکټر چې په خپله په «اېچ.ای.وي» ایډز اخته و، یو شمېر کسانو ته دا ویروس انتقال کړ.

دغه ډاکټر نیول شوی او پلټنه ترې کېږي چې ایا هغه په قصدي ډول او یا په خطا سره «اېچ.ای.وي» ویروس انتقال کړی دی.