اشرف غني عربستان کې د اسلامي هېوادونو د سازمان غونډه کې ګډون کوي

ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن پنجشنبه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ځي.

دا غونډه په مکه مکرمه کې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل:"ولسمشر به په‌دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په اړه وینا وکړي، د افراطیت او ترهرګرۍ په اړه، همدا راز به ولسمشر د سولې په بهیر کې د اسلامي هېوادونو د ونډې په اړه خبرې وکړي."

دا د اسلامي همکاري د سازمان ۱۴مه سرمشریزه ده.