مسیر: ناامنیو او وحشت له کابل ښاریانو ارام او سکون اخیستی

کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د کابل په ښار کې د پر مخ زیاتېدونکو جنايي پېښو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ناورین او بې‌ثباتۍ اوج په عنوان په یوه مطلب کې لیکلي دي چې ناامنیو او وحشت له کابل ښاریانو ارام او سکون اخیستی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې د نوي لمریز کال له پیل سره سم کابل ښار د جنايي پېښو له یوې څپې سره مخ دی.

د مطلب لیکوال لیکي چې په دې ښار کې نږدې هره ورځ په بېلابېلو امنیتي حوزو کې جنايي پېښې رامنځته کېږي او کابل ښاریان‌يې له سختو اندېښنو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې دا ښار اوس د جنايي جرمونو د ډلو او بانډونو لپاره د انساني ژوند د لوبو په ډګر بدل شوی، سوداګر، عام خلک، دولتي کارکوونکي، خبریالان، دیني عالمان او ان ماشومان هم په‌کې په بې‌رحمانه ډول وژل کېږي، خو حکومت په دې برخه کې کوم اغېزمن ګام نه‌اوچتوي.

د مطلب لیکوال په کابل ښار کې د دوشنبې د شپې جنايي پېښې ته چې له امله‌يې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول، اشاره کړې او لیکلي یې دي چې ځايي امنیتي مسؤلین سهار له دې موضوع خبر شول او څېړنې يې پیل کړې.

په مطلب کې وړاندې له افغان امنیتي بنسټونو په کلکه غوښتنه شوې چې د کابل ښار امنیت ته پاملرنه زیاته کړي او د ښاریانو ژوند تظمین کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په یوه مطلب کې چې عنوان‌يې دی، دلته هېڅ‌څوک خوندي نه‌دي، ولې؟ لیکلي دي چې په افغانستان کې داسې یوه توطئه روانه ده چې زموږ د سر سړي يې ښکار دي.

د مطلب لیکوال په کابل ښار کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري د دوو دیني عالمانو وژنې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دغسې د سر سړي وژل د بهرنیو استخباراتو کار دی، تر څو هغه کسان چې ملت‌يې غږ اوري، ووژني او په دې سره له ملته د ژوند لاره ورکه شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې په دې ټول پوهېږي چې د وژنو دا لړۍ چا روانه کړې، خو حکومت‌يې ولې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی؟

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې هم همدې موضوع ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې پلازمېنه کابل یوې عمومي تصفیې ته اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکي چې په وروستیو دوه کلونو کې په دې ښار کې له درې زرو ډېرې جنايي پېښې رامنځته شوي چې زیات شمېر خلک په کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د دې ښار امنیتي مسؤلین د دې پر ځای چې د دغو جنايي پېښو اصلي ريښه له‌منځه یوسي، له هرې پېښې وروسته په نمایشي ډول ځیني تورن کسان نیسي او رسنیو ته‌يې د خپلې لاسته راوړنې په ډول ښيي.

د مطلب لیکوال لیکي چې پولیس باید هغه مجرمین ونیسي چې په ښکاره ډول په کابل ښار کې ګرځي او څوک‌يې د نیولو جرأت هم نه‌شي کولای.

ورځپاڼه همدا شان وړاندیز کوي چې د دې حالت د کنټرول لپاره اړینه ده چې د کابل ښار عمومي تصفیه وشي، ټول کورونه تلاشي شي، د بایومټریک دستګاوو په وسیله د کابل ښاریان ثبت او راجستر شي، امنیتي پوستي زیاتې شي، په امنیتي برخه کې د زورواکو او ټوپکوالو مداخله پای ته ورسېږي او د پولیسو په لیکو کې د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پیل شي.