د غزني ده‌یک ولسوالۍ کال وروسته بېره دولت نیولې

د غزني ده‌یک ولسوالۍ

د غزني چاوراکي وايي، له تېر څه کم یوه کال وروسته‌یې د غزني ده‌یک ولسوالۍ بېرته نیولې ده.

دوی وايي، دغه ولسوالۍ پرته له کومې جګړې او مقاومت څخه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: ​"دولت پراخ عملیاتي پلانونه لري چې په لومړي سر کې په مرکز امنیت کې تصفیوي عملیاتونه ترسره کول او کمربندونه ایجادول، په دوهم قدم کې په ټول ولایت کې د وسله‌والو پر وړاندې هوايي او کمانډويي عملیات کول او د وسله‌والو پټن‌ځایونه له‌منځه وړل چې دا هم په بریالیتوب سره ترسره شول او په درېیم قدم کې د دولت له لاسه د وتلو ولسوالیو بېرته نیول وو چې پرون‌یې پیل له ده‌یک ولسوالۍ څخه وشو."

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري

نوري زیاتوي دغه ولسوالۍ پرون سهار له کومې جګړې پرته د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ولوېده چې بېرته به‌یې د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ جوړې او په کار به پیل وکړي، خو د دې ترڅنګ نورې ولسوالۍ به هم همدا ډول د وسله‌والو له شتونه پاکې او فعالې کړي.

وسله‌والو طالبانو په‌دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د غزني محلي او نظامي چاروکي هم وايي، په دا وروستیو کې په‌دغه ولایت کې ورځ تر بلې امنیتي ساحه پراخېږي او د دولت له لاسه وتلې سیمې بېرته د دوی تر کنټرول لاندې راځي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي تېره ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و: "په غزني کې وسله‌والو طالبانو ته په روان کال کې درانه تلفات اوښتي دي، تاسو ګورئ چې ورځ تر بلې په غزني کې امنیتي ساحه پراخېږي، پوځي عملیات جریان لري، په نږدې پرتو ولسوالیو کې عملیات ترسره کېږي، هڅه کوو چې غزنیوالو ته یوه ډاډمنه او پر امنه فضا رامنځته کړو."

د غزني امنیه قوماندان سمونوال محمد خالد وردګ

د غزني ولایت امنیه قوماندان سمونوال محمد خالد وردګ هم ازادي راډیو ته ویلي و: "ډېر ژر به د دولت له لاسه وتلې سیمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولو، موږ یوازې د ښار پر امنیت تکیه نه‌کوو، بلکې موږ دغه امنیت ولسوالیو ته غځوو چې ولسوالۍ ونیسو، نو کارونه وربادې روان دي."

چارواکي وايي، د غزني ده‌یک ولسوالۍ د غزني مرکز په امنیت کې ښه رول ترسره کولای شي.

د غزني ده‌یک ولسوالۍ د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په اګسټ میاشت کې په داسې حال کې وسله‌والو طالبانو ونیوله چې هغوی پر غزني پراخ بریدونه وکړل او سلګونه کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته، خو د ده‌یک تر څنګ په دغه ورځ د غزني مرکز ته څېرمه خواجه عمري ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولوېده.

د غزني ولایت له ۱۸ څخه ۱۸ ولسوالۍ یې یا هم په ټوله‌ییزه توګه سقوط، یا هم مرکزونه‌یې غزني مرکز ته راانتقال شوي او یا یې لارې بندې دي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر