ارګ: په غور کې د جام لرغوني څلي خوندیتوب ته اقدامات شوي

Your browser doesn’t support HTML5

جام لرغونی منار د نړېدو له خطر سره مخ دی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په غور ولایت کې د جام لرغوني څلي د سمدستي خوندیتوب لپاره ځیني اقدامات شوي دي.

تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د لوېديځې حوزې وکيلانو د دغه څلي د خونديتوب لپاره د حکومت پر پڅو اقداماتو انتقاد کړى و.

د جمهوري رياست ویاند هارون چخانسوري پرون د یکشنبې په ورځ په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل:

"منار جام لپاره تخنیکي پلاوی ټاکل شوی. د تخنیکي ټیم ځیني غړي غور ته تللي. د غور محلي اداره هم لاس په کار شوې. خلک یې منسجم کړي چې د دفعتاً لپاره له نورو زیانونو مخنیوی وشي."

جام څلى چې شا و خوا ٦٥ متره لوړ دى، د غوریانو د دورې یادګار دی چې لرغونتیا یې شاوخوا ٨٠٠ کلونو ته رسېږي.

په‌دې وروستیو کې د دې څلي شاوخوا سېلابونه راوتلي او د څلي استنادي دېوال يې تخريب کړى دى.

منار څلۍ په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» له‌خوا د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په نوم‌لړ کې ثبت شوی دی.