ولسمشر غني د يوه ديني عالم د وژل کېدو د څېړنې امر وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د يوه ديني عالم د وژل کېدو په اړه د هراړخيزې څېړنې امر وکړ.

مولوي شبير احمد کاموي چې د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې د مشرتابه شورا غړى هم و، نن په کابل کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

ولسمشر غني په هغه اعلاميه کې چې جمهوري رياست خپره کړې، امنيتي ارګانونو ته د دې پېښې د څېړنې او قانون ته د عاملانو د ژر سپارلو سپارښتنه کړې ده.

تر دې مخکې تېره جمعه د کابل په يوه جومات کې بل ديني عالم مولوي سمېع الله ريحان په بمي چاودنه کې ووژل شو.

د افغانستان د ديني عالمانو شورا وايي، په تېرو ١٥ کلونو کې شااوخوا زر تنه ديني عالمان وژل شوي دي.