د لښکرګاه صرافانو د ناامنیو او وسله‌والو غلاو له امله دکانونه وتړل

د هلمند د صرافانو دکانونه

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په زړې منډوي کې صرافانو د خپلو سلګونه دکانونو د تړلو کار پیل کړ.

دوی د نامنیو او وسله‌والو غلاو په اعتراض کې کاروبار او دکانونه بندوي.

د لښکرګاه صرافان وايي، کلونه کېږي چې د ناامنیو او منظمو غلاو له امله خپل کاروبار ته پراختیا نه شي ورکولی.

دوی چي د اعتراض په ډول د خپلو دوکانونو مخې ته ولاړ وو، ازادي راډیو ته‌یې وویل، تېره ورځ څو غلو چې له ځان سره‌يې وړې وسلې او چړې هم درلودلې، یو صراف وواهه او پيسې يې ځینې یوړې.

په دې اړه نور حال د الیاس داعي په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور