روغتیايي مسؤلین: ارزګان کې د نس‌ناستي ناروغي زیاته شوې

د ارزګان ولایت ولایتي روغتون

د ارزګان چارواکي وايي، په‌دې ولایت کې د نس‌ناستي ناروغي زیاته شوې ده.

دغه خبرې ازادي راډيو ته د ارزګان د ولایتي روغتون مسؤلینو وکړې.

دوی وايي، یاده ناروغۍ نه یوازې په ماشومانو کې زیات شوي، بلکې په لویانو کې هم تر حده زیات شوي دي.

ولایتي روغتون ته د نس‌ناستي په ناروغیو اخته ناروغان بیا شکایت کوي چې ډاکټران يې درملنه نه‌کوي.

د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت د ترینکوټ ولایتي روغتون ته ورغلی او دغه راپور يې پرې چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ارزګان