د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له لوري د توغندیو وروستۍ ازموینې بې اهمیته وبللې، ویې ویل، باور لري چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون به پر خپلو ژمنو ودرېږي.
ټرمپ نن یکشنبه په یوه ټویټ کې لیکلي:
"شمالي کوریا ځینې وړې وسلې توغولي چې زه نه، خو زموږ ځینې خلک او نور یې نارامه کړي دي. زه ډاډه یم چې رئيس کېم به له ما سره پر کړیو ژمنو ودرېږي."
ټرمپ دا ټویټ په جاپان کې لیکلی دی.
ټاکل شوې ده چې دی په توکیو کې د جاپان له صدراعظم شینزو ابه سره د شمالي کوریا د اټمي او توغندويي پروګرامونو په اړه پر اندېښنو خبرې وکړي.