د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وايي، دوی په افغانستان د ولسي خلکو د درنې مرګ ژوبلې دوام اندېښمن کړي.
یوناما د شنبې په ورځ یو بیان کې د جګړې له ښکېلو خواوو یو وار بیا غوښتل چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې جدي تدابیر ونیسي.
پهدې خبرپاڼه کې یوناما د حکومت مخالفان د هغه څه په خاطر غندلي چې دې ادارې په قصدي توګه د ولسي خلکو په نښه کول بللي دي او زیاته کړې یې ده چې دوی د جمعې په ورځ د کابل په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شوي برید په اړه معلومات راټولوي.
یوناما وايي، په جومات کې دې چاودنې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یوناما پهدې خبرپاڼې کې زیاته کړې ده، دوی د چهارشنبې په ورځ په غزني کې هغه پېښه هم څېړي چې پهکې د چاودیدونکو موادو بار د هاموې موټر چاودنې ۱۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله چې دوه نجونې هم په وژل شویو کې شاملې وې.
د یوناما اعلامیه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له تادامیچي یاماموتو له خولې وايي:
"له توپېر پرته او په قصدي توګه پر ولسي خلکو بریدونه توجیه کیدای نهشي او دا جنګي جنایات بلل کېدای شي."
نوموړي د روژې په میاشت کې د لمانځه پر مهال په جومات برید په ځانګړې توګه وحشیانه بللی دی.
یوناما پهدې اعلامیه کې د حکومت د مخالفو وسلهوالو پر ضد د نړیوالو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې هم د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې یادونه کړې ده او ویلې یې دي:
"د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو په هلمند او کونړ ولایتونو کې په هوايي عملیاتو کې د اتو ماشومانو او څلور ښځو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي او ۱۲ نور ټپیان دي."
یوناما د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه دا خبرداری پهداسې حال کې ورکړی چې په ټولنیزو رسنیو کې تازه د هغو کوچنیو ماشومانو عکسونه خپاره شوي چې ویل کېږي، د ننګرهار د شېر زادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې د صفر دوه قطعې په شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ناصر کامهوال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د شېرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې د صفر دوه قطعې لهخوا پهدې عملیاتو کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي:
"زموږ پنځه تنه هېوادوال چې پهکې درې ماشومان، د هغوی مور او پلار شامل دي، د یوې کورنۍ ټول غړي دي، وژل شوي دي. دا ننګرهار کې نه لومړنۍ پېښه ده او نه وروستۍ. صفر دوه قطعه هره دوه درې ورځې وروسته په ننګرهار کې دا ډول خپلسري او وحشیانه عملیات ترسره کوي او هره ورځ یو لوی ناورین رامنځته کوي."
د ننګرهار ولایتي اداره هم د جمعې په شپه د صفر دوه قطعې په عملیاتو کې د ماشومانو په شمول د ولسي خلکو مرګ ژوبله تأییدوي، خو وايي دا عملیات د وسلهوالو په یو مرکز شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، د شېر زادو په توتو سیمه کې عملیات د وسلهوالو په یوه مرکز شوي چې د ده په وینا پهکې لس تنه وسلهوال وژل شوي.
- دا چې ولسي خلکو ته څنګه مرګ ژوبله اوښتې؟
عطاالله خوګیاڼی یې په اړه وايي:
"متاسفانه یو سراچه موټر چې تر عملیاتو وروسته ګړندۍ روان وو، د صفر یو قطعې ځواکونو پرې د وسلهوالو مخالفانو شک کړی او پرې یې ډزې کړي چې پهکې د ماشومانو او ښځو په ګډون پنځه ملکیان وژل شوي دي."
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ناصر کامهوال د ننګرهار له ولایتي ادارې او مرکزي حکومته په ټینګه وغوښتل چې پهدې ولایت کې دې د صفر دوه قطعې په خپلسرو عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
په ننګرهار کې تر دې مخکې هم د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې راپورونو اعتراضونه راپورته کړې.
ملګرې ملتونو هم په وروستۍ اعلامیه کې په ګڼ مېشتو سیمو کې د جګړو او تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي، د دې تاوتریخوالي درنه بیه ولسي خلک پرې کوي.
یوناما یو ځل بیا پر ټولو اړخونو ټینګار کړی چې په جګړو کې د ملکي وګړو د را ایسارېدو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.