نیویارک ټایمز: افغانستان کې ديني عالمان د پاڼ او پړانګ ترمنځ راګېر دي

مولوي سميع الله ريحان

  • نيويارک ټايمز

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په افغانستان کې پر ديني عالمانو او ملايانو د وسله‌والو حملو پر زياتېدو ليکنه خپره کړې ده.

د مقالې په يوه برخه کې پر مولوي سميع الله ريحان حملې ته کتنه شوې چې د افغان پوځ او پوليسو په ملاتړ يې خبرې کړې وې او په کابل کې د جمعې د لمانځه پر مهال په بمي حمله کې ووژل شو.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ليکنه، په افغانستان کې ديني عالمان د پاڼ او پړانګ ترمنځ راګېر پاتې دي، که د حکومت ملاتړ وکړي، احتمالاً د طالبانو له‌خوا ورباندې حمله کېږي، که د طالبانو ملاتړ وښيې، سم د لاسه د حکومت له‌خوا مجازات کېږي.

په ليکنه کې راغلي، د مولوي سميع الله ريحان په څېر په لسګونو ديني عالمان د نږدې ١٨ کلنې جګړې پر مهال د وسله‌والو طالبانو له‌خوا وژل شوي دي.

ورځپاڼه زياتوي، که څه هم د دغو وژل شويو ديني عالمانو دقيق شمېر معلوم نه‌دى، خو په وروستيو کلونو کې ورباندې حملې زياتې شوي چې د ډېرو حملو مسؤل د طالبانو نوى رهبر مولوي هبةالله اخندزاده بلل کېږي.

نيويارک ټايمز ليکي:

مولوي هبة الله چې د يوې مدرسې مسؤل و، د طالبانو تر پخواني مشر اختر محمد منصور ډېر افراطي ګڼل کېږي.

اختر محمد منصور په ٢٠١٦میلادي کال کې د پاکستان په خاوره کې د امريکا د يوې بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

  • ريليف وېب

ريليف وېب انلاين خپرونې په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پر ناوړه وضعيت ليکنه خپره کړې ده.

دغه خپرونه چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم‌ږغۍ اداره يې ملاتړ کوي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا يونېسف په حواله وايي، تر هغو چې په څو اوونيو کې د ٧ میليونو ډالرو په ارزښت مالي مرسته برابره نه شي، په افغانستان کې هغه ماشومان چې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، ښايي ومري.

په ليکنه کې د يونېسف د وياند کريستوف بوليريک خبرې رااخيستل شوي چې د جمعې په ورځ يې په جنيوا کې ويلي، په جګړه ځپلي افغانستان کې بشري وضعيت د نړۍ په سطحه تر ټولو بد دى.

د يونېسف وياند ويلي چې په افغانستان کې ٢ میليونه ماشومان په خوار ځواکۍ اخته دي چې له ډلې يې ٦ لکه کوچنيان له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.

بوليريک ويلي، دغه ماشومان چې په سختې خوارځواکۍ اخته دي، که عاجله درملنه يې ونه‌شي، ښايي ومري.

ريليف وېب خپرونې د يونېسف په حواله ليکلي چې په‌داسې حال کې چې په ٢٠١٨ ميلادي کال کې په افغانستان کې ٢ لکه او ٨٩٠٠٠ کسان د جګړو له کبله بېځايه شوي، روان ميلادي کال ٣ اعشاريه ٨ میليونه ماشومان خونديتوب او مرستې ته اړتيا لري.

د ليکنې په حواله په هرو درېيو ماشومانو کې يو د وژنې يا هم ټپي کېدو د «ثابت خطر» له درکه په رواني لحاظ ځورېږي.