ځيني استازي: دولت د ولسي جرګې د ریاست پر سر د جنجال د هواري هڅې پیل کړي

د افغانستان د ولسي جرګې د غونډو عمومي تالار

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، دولت د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر د رامنځته شوي جنجال د هوارولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ جرګې ته ورغلی او د جرګې له ځینو غړو سره یې لیدلي دي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی وردګ د دولت له لوري د منځګړي په توګه ولسي جرګې ته راغلی و چې د جرګې د رئيس د ټاکلو پرسر رامنځته شوی جنجال هوار کړي.

دې وویل:

"نن سهار ۹ بجې فاروق وردګ راغلی و، د لوېدیځ زون استازو د منار جام په خاطر ناسته لرله، په دغه ناسته کې یې اشتراک ونه کړ، خو په پټه یې له یو شمېر استازو سره وکتل او په تالار کې جلسه پرته له نتیجې ختمه شوه، طبعاً د منځګړیتوب لپاره راغلی و، ځکه د غونډې تالار ته نه و راغلی او له نورو وکیلانو نه یې په پټه له ځینو سره ولیدل."

له ښاغلي وردګ سره د ازادي راډیو اړیکه ټینګه شوه، خو ده په دې اړه څه ونه ویل.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم تراوسه په دې اړه چې ایا دولت په رښتیا سره د ولسي جرګې د ستونزې د هوارولو هڅې پیل کړي او که نه، څه نه دي ویلي.

اته ورځې مخکې د ولسي جرګې د رئيس د ټاکلو لپاره د انتخاباتو په دوهم دور کې د جرګې موقت رئیس عطا محمد دهقانپور میر رحمان رحماني د جرګې د رئیس په توګه اعلان کړ.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی میر رحمان رحماني

په هغه ورځ د ولسي جرګې موقت رئیس له انتخاباتو مخکې اعلان کړه چې په تالار کې ۲۴۷ غړي موجود دي او ګټونکې رأيې ۱۲۴ دي.

خو له انتخاباتو وروسته د جرګې رئیس اعلان کړه چې د ولسي جرګې ۲۴۴ غړو رأيې کارولي چې رحماني ترې ۱۲۳ او کمال ناصر اصولی ۵۵ رأېې خپلې کړي دي.

د میر رحمان رحماني سیال کمال ناصر اصولي مدعي دی چې رحماني پنځوس جمع یو رأیې چې ۱۲۴ کېږي، پوره کړي نه دي.

د دغو انتخاباتو له دوهم دوره اته ورځې تېرې شوې او د رحماني پلویان وايي، رحماني ۱۲۴ رأیې هم ترلاسه کړي دي.

په تالار کې ۱۲۴مه رأیه د جنجال لامل ده.

کمال ناصر اصولي وايي، دغه رأیه چې یو اضافي ټکی په کې کېښودل شوی، باطله ده.

ده وویل:

"۲۷ کسیز پلاوي پرېکړه وکړه چې یوه رأیه چې باطله اعلان شوې، رأیې ګیري دې پرې وشي، د کورنیو دندو اصول وايي، د رئیس د انتخاب لپاره رأیې ګیري سري ده، خو مقابل لوری سري رأیه ګیري نه مني."

خو د میر رحمان رحماني پلویان دغه رأیه باطله نه ګڼي او وايي، د جنجال اوږدولو ته اړتیا نه شته او رحماني د ولسي رئیس انتخاب شوی دی.

د دغې جرګې یو غړی خان اغا رضايي وایي:

"زما خبره دا ده چې درې مرحلې مو تېرې کړې، خو دوستان اوس هم انتقاد کوي، زما په نظر قضیه ختمه ده او هېڅ بل مورد ته ضرورت نه شته."

له بلې خوا د ولسي جرګې ځیني غړي چې شمېر یې کابو لسو ته رسېږي، ادعا کوي چې د جرګې جنجال پیسو او معاملو ته لاره هواره کړې ده.

مریم سما ازادي راډیو ته وویل، ځیني د پیسو او معاملو په خاطر د دغه جنجال اوږدول غواړي.

د ولسي جرګې غړې مریم سما

دې وویل:

"تراوسه په دې برخه کې ځانګړي اسناد نه شته، خو ځیني چې د دغې قضیې شاهدان دي، د پیسو وړاندیز ورته شوی، د دې لپاره ډېره هڅه کېږي، د تالار کورني تصامیم بهر ته وځي چې وړې قومي او معاملاتي جرګې په کې ترسره شي."

د ولسي جرګې دغو غړو د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د جرګې د نوي رئیس تر ټاکل کېدو به د جرګې تالار ته لاړ نه شي.

دغه استازي وايي، د جرګې له تالاره بهر هلته چې خبریالان وي، دوی به هم وي.