د منار جام ساتونکی دېوال لوېدلی

Your browser doesn’t support HTML5

د منار جام د سقوط په حال کې

د غور ولایت اوسېدونکي د یوه ارزښتمند لرغوني اثر (منار جام) چې د غوریانو د دورې یو یادګار دی، د له لاسه ورکولو په اړه اندېښمن دي.

په غور ولایت کې د سېلابونو له راوتلو وروسته د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د اوبو د راوتلو او د منار جام د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د دغه ولایت یوه اوسېدونکي منصور خسرو د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، وروستي سېلابونه تر منار جامه رسېدلي او که ورته پاملرنه ونشي، دا څلی به ډېر ژر ونړېږي.

ده وویل:

"واقعاً چې د منار جام وضعیت د اندېښنې وړ دی او د نړېدو په حال کې دی، که ورته پاملرنه ونشي، دا څلی به له منځه لاړ شي، موږ د غور ولایت اوسېدونکي له حکومت او اړوندو ادارو په ځانګړې توګه له یونسکو او نورو موسسو چې په دې برخه فعالیت کوي او د لرغونو ابدو د ترمیم مسؤلیت په غاړه لري، غوښتنه کوو چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي."

خیبر د غور ولایت یو بل اوسېدونکی دی، دی په یاده برخه کې د حکومت اقدامات کافي نه بولي.

ده وویل:

"له وروستیو سېلابونو وروسته سیمه ییز حکومت د سېلاب بهېدو د مخینوي لپاره ۲۰۰ کسان وګمارل چې له بده مرغه کومه نتیجه یې ورنه کړه، ځکه د خلکو له لوري منار ته نږدې د کاڼو، خاورو او ریګ له اچولو هم د سېلاب د افت مخه ډب نه شوه، له بده مرغه حکومت هېڅ جدي اقدام نه دی کړی او که همداسې دوام وکړي او بیا سېلاب راووځي، منار جام به سقوط شي."

تر دې وړاندې د غور ولایت چارواکو ویلي وو، که د دغه لرغوني څلي لپاره اساسي اقدام ونشي، ممکن تر راتلونکي کاله ونړېږي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې څه موده مخکې ولسمشر غني د کابینې په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته امر کړی و چې له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره په همغږۍ د منار جام د بیا رغونې لپاره زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، دغه وزارت منار جام ته د اوبو د ورسېدو د مخنیوي په هدف د حشر کار پیل کړی او په خبره یې چې تر دې دمه اوبه نه دې ورسېدلي.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وویل:

"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اقدامات په دې برخه کې دا دي چې د حشر کار یې پیل کړی، د خلکو لپاره نغدي مرستې هم استول شوي چې په حشر کې ګډون وکړي، د غور ولایت له سیمه ییزې ادارې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشر سره چې کومې اړیکې مو لرلې، هغوی وویل چې د منار په لس مترۍ کې د اوبو مخه نیول شوې ده."

ویل کېږي چې په پخوانیو انځورونو کې منار جام ثابت ولاړ و، خو اوس لږ د هریرود په طرف کوږ شوی، د منار ځیني محافظتي دېوالونه تېر کال تخریب شوي وو.

له دې سره په کابل کې د یونسکو ادارې د فرهنګي څانګې سلاکار عمراخان مسعودي ازادي راډيو ته وویل، د روان کال د جولای میاشتې په لړ کې به یو شمېر متخصصین د منار جام د څېړنو او ترمیم د څرنګوالي هدف افغانستان ته راشي.

دی زیاتوي:

"په دې وروستیو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د غوښتنې پر بنسټ یونسکو له خپلې مرکزي ادارې غوښتي چې یوه اندازه پيسې او یو شمېر تکړه متخصصین د منار جام د اوسني حالت د ارزوني لپاره راولېږي چې د منار جام د بهرني او داخلي ترمیم په برخه کې اقدام وشي."

منار جام د ۶۴ متره په اوږدوالي او شااوخوا ۸۰۰ کلونو په قدامت د غوریانو د دورې تر ټولو لرغونی منار دی، دا منار په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د علمي او فرهنګي روزنې (یونسکو) د نړۍ په میراثي فرهنګي نوملړ کې ثبت شوی دی.

راپور: فېروزه عزیزي