جام لرغونی منار د نړېدو له خطر سره مخ دی

Your browser doesn’t support HTML5

د غور سیمه‌ییز چارواکي وايي، د جام لرغونی منار د نړېدو امکانات خورا زیات شوی دی. د غور د اطلاعات او فرهنګ رئیس فخرالدین اریاپور وایي، له سختو ورښتونو او سېلونو وروسته اوس اوبه د جام تر منار پورې رسېدلي دي. د اریاپور په وینا، د دې لرغوني منار استنادي دېوالونه له‌منځه تللي دي. د جام منار په هغه ځای کې ودان شوی دی چې د «جام» سیند د هریرود د مست سیند سره یوځای کېږي. دا منار په ۱۲مه میلادي پېړۍ کې ودان شوی دی چې ۶۵ متره لوړ دی.