پکتیا ته له کډوالۍ راستانه شوي ځوانان په ښوونځیو کې شمولیت غواړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پکتیا ولایت

پکتیا ته له کډوالۍ راستانه شوي ځوانان په ښوونځیو کې شمولیت غواړي.

راستانه شوي کډوال وایي، که له پاکستاني ښوونځيو څخه د زده‌کړو تصدیق هم ولري، هغه ارزیابي کېږي، خو بهتره دا ده چې د اسنادو پر ځای د شخص وړتیا وارزول شي او له مخې یې په ټولګي کې کېنول شي.

د پکتیا د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسؤلین وایي، سږ کال د هغو کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې کورنۍ یې له ګاونډي هېواد پاکستانه پکتیا ته راستنې شوي او دوی غواړي چې پاتې زده‌کړې د خپلو سیمو په ښوونځیو کې بشپړې کړي.

د پکتیا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس ازادي راډیو ته ویلي چې د ۱۳۹۷ کال په ۱۲ میاشتو کې ۸۷۰ کسانو دوی ته مراجعه کړې وه، خو د روان کال په دې لومړیو دوو میاشتو کې تر ۶۵۰ تنو مراجعه کړې چې ۱۵۰ تنه‌یې نجونې دي.

دا چې د دوی د جذب لپاره د کډوالو چارو او پوهنې ریاست څه تدابیر او پروسیجر لري؟
د پکتیا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس انجنیر عبیدالله مرهوني

​د پکتیا ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس انجنیر عبیدالله مرهوني یې په اړه وویل:

"کله چې مراجعین د پوهنې ریاست ته عریضه کوي، دوی بیا هغه عریضه موږ ته ریفر کوي، موږ عریضه اخلو او د کلي ملک یا د ګذر وکیل ته‌یې لېږو چې کله‌یې موږ ته تصدیق راوړ، موږ یې بېرته معارف ته مکتوب ورکوو، تر څو په امتحان کې ګډون وکړي."

دی دا هم وایي چې سږ کال د هغو کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې کورنۍ یې له ګاونډي هېواد پاکستانه په جبر پکتیا ته راستنې شوي او دوی غواړي چې پاتې زده‌کړې د خپلو سیمو په ښوونځیو کې بشپړې کړي.

دی زیاتوي:

"علاقه‌مندي زیاته شوې، دا ډېره ښه خبره ده، زموږ لپاره مثبت ګام دی، پروسږ کال په ټول کال کې شااوخوا ۸۷۰ نفره مکتبونو ته معرفي شوي وو، سږ کال تر همدا نن نېټې پورې ۶۵۰ نفره شااوخوا مکتبونو ته معرفي شوي چې ۱۵۰ تنه‌یې نجونې دي، دا پروسه لا جریان لري او دغه ارقام به پورته کېږي."

مرهوني وړاندې وویل، که چېرې دا لړۍ د کال تر پایه همداسې روانه وي، امکان لري چې د مراجعینو شمېر له ۶ زرو واوړي.

د پکتیا د پوهنې ریاست وایي، هېواد ته د راستنو شویو هېوادوالو لپاره چې غواړي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست‌یې د جذب وړتیا لري.​د پکتیا د پوهنې رئیس کوچی ځاځی

د پکتیا د پوهنې رئیس ښاغلي کوچي ځاځي ازادي راډيو ته وویل:

"په کامله توګه د هغو هېوادوالو لپاره چې هېواد ته راستنېږي، دوی ته مو د ښوونې او روزنې زمینه مساعده کړې او پوره اماده‌ګي هم ورته لرو، په څومره کمیت چې دوی راتللی شي، د پکتیا ټول ښوونځي د دوی په خدمت کې دي."

ځاځي وړاندې ښوونځیو ته د دغو هېوادوالو د شاملولو لپاره د دوه ډوله پروسیجر یادونه وکړه او ويې‌ویل:

"دوه پروسیجره موږ لرو، یو هغه هېوادوال دي چې جبراً له پاکستانه راشړل کېږي، له هغوی څخه د تثبیت امتحان اخلو او یو هغه هېوادوال دي چې هغوی هلته په مختلفو ښوونځیو کې زده‌کړې کړي، تر درېیو میاشتو کولای شو چې د یو شاګرد په توګه‌یې ښوونځیو کې شامل کړو، څو هغه او یا د هغه والدین وکولای شي چې ګاونډي هېواد ته لاړ شي او د هغه اسناد راوړي."

د پکتیا د پوهنې رئیس وایي، دوی ته د ورکړل شوې لایحې له مخې، د هغو راستنو شویو هېوادوالو چې د مهاجرت پر مهال‌یې د ترسره کړو زده‌کړو اسناد نه‌لري، د ځانګړي طرزالعمل له مخې تر نهم ټولګي پورې د سویې د تثبیت صلاحیت لري، له هغه پورته ټولګیو ارزیابي د پوهنې وزارت له‌خوا د ټاکل شوي کمېسیون صلاحیت دی.

د چارواکو په خبره، سږ کال په پکتیا کې ټول ۳۱ زره ۱۷۲ جدیدالشمول زده‌کوونکي ښوونځیو کې شامل شوي چې ۹۸۳۰ تنه‌یې نجونې دي.

اوس‌مهال د پکتیا ولایت په ټولو ښوونځیو کې ۲۶۱۲۴۶ تنه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي چې له ډلې یې ۶۷۴۱۵ تنه نجونې دي.

راپور: اصیل ځاځی