روسیه کې د الکسي ناوالني همکار نیول شوی

الکسي ناوالني په روسیه کې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون یو مشر

په روسیه کې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون د یوه مشر الکسي ناوالني همکار ویلي چې هغه نیول شوی دی.

لیوند ولکوف نن د مې په ۲۱مه دا خبر ټویټ کړی دی.

هغه ویلي چې د مسکو پولیسو بې‌ربطه پوښتنې ورڅخه کړي او نیولی یې دی.

ولکوف ویلي چې پر هغه په مکرر ډول د لاریونونو د قانون د ماتولو تور لګېدلی دی.

په مسکو کې تېر کال په سپټمبر میاشت کې د حکومت د پرېکړې پر ضد چې د تقاعد قانوني عمر یې لوړ کړ، لاریونونه وشول.

پر ولکوف تور لګېدلی چې هغه وخت‌یې عامه نظم ګډوډ کړی او د مظاهرو قانون‌یې تر پښو لاندې کړی دی.

ولکوف د الکسي ناوالني د اداري فساد سره د مبارزې د ادارې د پروژو مشر دی.

هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د روسیې د جمهوري ریاست لپاره د ناوالني د ټاکنیز کمپاین مشري کوله.

ناوالني د جرمي سابقې له امله په انتخاباتو کې له ګډونه منع شو، خو د هغه پلویانو ویلي چې پر ناوالني لګېدلي تورونه یوه دسیسه وه چې له انتخاباتو یې منع کړي.