د ننګرهار استېناف محکمې ۲۵ جریبه ځمکه له غاصبينو راوګرځوله

د ننګرهار استېناف محکمې ۲۵ جریبه ځمکه له غاصبينو راوګرځوله.

د ننګرهار ولایتي ادارې په هغه ۲۵ جریبه ځمکه کې د غاصبينو له خوا د جوړو شويو ودانیو د ړنګولو کمپاین پيل کړ چې د استېناف محکمې د پرېکړې له مخې له غاصبينو څخه کانال رياست ته راګرځولې ده.

د دې کمپاین په جريان کې د عدليې رئیس مستوخان هلال وويل چې د محکمې د حکم له مخې دغه پنځه ويشت جریبه ځمکه کانال رياست ته سپارل کېږي او د درې جریبو نورو په اړه يې دعوه کوونکو ته وخت ورکړی چې محکمې ته دې خپل اسناد وړاندې کړي.

دی زیاتوي:

"سترې محکمې پرېکړه کړې چې د مقام خان په سیمه کې غصب شوې پنځه ويشت جریبه ځمکه کانال رياست ته مسترد شي او د درې جریبه نورو په اړه دعوه کوونکو ته وخت ورکړل شو چې هغوی خپل اسناد محکمې ته ښکاره کړي."

بل خوا د کانال رئيس پروېز اليشنګی وايي، په اکثرو سیمو کې د کانال ځمکې د زورواکانو له خوا غصب شوي دي.

دی وايي، د کومو سيمو په اړه چې د محکمې حکم تر دوی رسېږي، په هماغه وخت د غاصبينو له خوا جوړې شوې ودانۍ ړنګوي او ځمکه له غصبه ژغوري.

ده زیاته کړه:

"نن عملاً په غصب شوې ځمکه کې ټول تاسیسات ورانېږي، کر يې اړول کېږي او بېرته د کانال رياست ته سپارل کېږي."

په همدې حال کې د ننګرهار ولایتي اداره وايي، روانه اوونۍ د کانال رياست د ځمکو د غصب په تړاو څلور تنه نيول شوي چې اوس يې قضيه تر تعقیب لاندې ده.

له دې وړاندې د سرخ دېوال په سیمه کې هم د جلال اباد ښاروالۍ او ولایتي ادارې په ګډه د جلال اباد ښار د انکشافي پلان د تطبيق په خاطر د جلال اباد - تورخم د لويې لارې په اوږدو کې پر غصب شويو ځمکو جوړې شوې ودانۍ ړنګې کړې.

راپور: شاه محمود شینواری