مسافرین او موټر چلوونکي: طالبانو نن ۴مه ورځ هم د ارزګان ـ کندهار لاره تړلې

د ارزګان- کندهار د لارې یو انځور

مسافرین او موټر چلوونکي: وسله والو طالبانو نن ۴مه ورځ هم د ارزګان ـ کندهار لاره تړلې.

دوی وايي، د یادې لارې تړل کېدو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

بل خوا د ترینکوټ ښاریان وايي، د یادې لارې په تړل کېدو سره دغلته د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیه هم لوړه شوې ده.

د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین هم دا خبره مني خو وايي چې دغه لار د کندهار په
مربوطاتو کې تړلې ده.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور