د اوکراین واکمن پارلماني ائتلاف مات شو

د اوکراین واکمن پارلماني ائتلاف وروسته له هغې مات شو چې د «خلکو د جبهې ګوند» له دې ائتلاف ووت.

دا خبره د اوکراین د پارلمان مشر اندري پاروبي کړې ده.

د جمعې په ورځ دا اعلان وروسته له هغې وشو چې د خلکو د جبهې په نوم د ګوند مشر ماکسیم بوربک چې په پارلمان کې دوهم لوی ګوند دی، د اروپايي اوکراین په نوم له واکمن ائتلاف څخه د وتلو اعلان وکړ.

دا کار په اوکراین کې د نوې ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د لوړې له مراسمو څو ورځې مخکې کېږي.

د اوکراین د اساسي قانون له مخې د دې هېواد پارلمان اوس دیرش ورځې وخت لري چې نوی واکمن ائتلاف جوړ کړي.

که نوی ائتلاف جوړ نه‌شي، ولسمشر هم حق لري چې اوسنی پارلمان لغوه کړي او تر وخت مخکې د پارلماني انتخابات ترسره کړي.

د اوکراین د انتخاباتو د مهالویش له مخې په‌دې هېواد کې راتلونکي پارلماني انتخابات د اکټوبر په ۲۷مه ترسره کېږي.

د اروپايي اوکراین په نوم دا واکمن پارلماني ائتلاف د ۲۰۱۴ میلادي کال په نوومبر کې جوړ شوی و.