د غزني والي: څو چې طالبانو سولې ته غاړه نه‌وي اېښې خپلو بریدونو ته دوام ورکوو

د غزني والي «د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړو څخه د غزني د ولسونو د ملاتړ غونډه» کې وینا کوي.

د غزني محلي چارواکي وايي، د روان کال له پیله یې په‌دغه ولایت کې وسله‌والو ته درانه تلفات اړولي دي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی وايي، د ډېری بهرنیانو په ځانګړي توګه د پاکستانیانو په ګډون یې سلګونه وسله‌وال وژلي، ټپیان کړي، ژوندي نیولي او د هغوی وسلې او نقلیه وسایط یې له‌منځه وړي، خو د دې ترڅنګ یې د هغوی ځینې پټن‌ځایونه هم ویجاړ کړي دي.

کلیمزي زیاته کړه، که څه هم چې په غزني کې ټولې ستونزې له‌منځه نه‌دي تللي، خو بیا هم که عادلانه قضاوت وشي، د غزني په امنیتي وضعیت کې ښه والی راغلی دی.

دی وايي:

"تر هغه چې وسله‌والو طالبانو د اوربند غږ نه‌وي کړی، سولې ته یې غاړه نه‌وي ایښې او د افغانستان له حکومت سره یې مخامخ خبرې قبولې کړې نه‌وي، تر هغې پورې به دغه شپني عملیات، چاپې او هوايي بریدونه دوام وکړي."

وحیدالله کلیمزي، دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ په غزني کې «د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړو څخه د غزني د ولسونو د ملاتړ غونډه» کې وکړې.

د افغانستان په نقشه کې د غزني ولایت

په‌دغه غونډه کې د غزني د ولایتي شورا منشي حمیدالله سروري هم په خپلو خبرو کې وویل، په‌دې کې شک نه شته چې وسله‌والو په دا وروستیو کې زیات تلفات لیدلي، خو بیا هم خلک سولې ته تږي دي، خلک نه غواړي چې نورې وینې توی شي.

حمیدالله سروري ریاته کړه:

"موږ نه غواړو چې نور دې د جګړو له امله زموږ ښوونځي، روغتیايي مرکزونه بند شي، غواړو چې په افغانستان کې سوله وشي، په جګړو کې ښکېلې ډلې له دې جګړو لاس واخلي. "

د ولسونو د ملاتړ په‌دغه غونډه کې د محلي ادارې مشرانو، نظامي چارواکو، مدني فغالانو، ښځو، ځوانانو او ډېری ولسي خلکو ګډون کړی وو، دوی د سولې مشورتي لویه جرګه یو پرځای ګام وباله او د هغوی پرېکړې یې د هېواد، نظام او خلګو پر ګټه وبللې او د دغه جرګې د پرېکړو ملاتړ یې اعلان کړ.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر، غزني