ګوګل، فیسبوک او یوټیوب: د ترهګرو ریښې د انټرنیټ په شبکو کې وچوو

آرشیف، د ټولنیزو رسنیو لوګوګانې

وروسته تردې چې د مارچ په میاشت کې په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو برید وشو، د نړۍ د ټکنالوژي سترو شرکتونو د ګوګل، فیسبوک او یوټیوب په شمول ژمنه وکړه چې د ترهګرو ډلو ریښې به د انټرنیټ په شبکو کې وچې کړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې د ګوګل، فیسبوک، ټویټر او مایکرو سافټ د شرکتونو د رئیسانو کوربه و.

دغو شرکتونو د «کریسټ چرچ» په نوم یو تړون لاسلیک کړی دی چې پلي کیدل یې اجباري نه‌دي.

د مارچ په میاشت کې یوه وسله‌وال چې په خولۍ کې یې کمره ایښې وه او د فیسبوک له لارې یې ژوندۍ خپرونې کولې د نیوزیلنډ په کریسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو برید وکړ او یو پنځوس کسان یې ووژل.