پوتین: روسیه چمتو ده چې واشنګټن سره خپلې اړیکې عادي کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوچي ښار کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. May 15, 2019

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، ښایي په جاپان کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو د غونډې ترڅنګ د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

پوتین پرون د چهارشنبې په ورځ د اتریش له ولسمشر اَلِکسانْدِرْ فَنْ دِرْ بِلِنْ سره د سوچي په ښار کې د ګډې خبرې غونډې پر مهال وویل چې څرنګه د امریکا کورني سیاسي شرایط اجازه ورکړي، روسیه دې ته چمتو ده چې له واشنګټن سره خپل اړیکې عادي کړي او مقابل لورې هم دې ته حاضر دی:

دی وايي:

"زه د خپلو امریکایي شریکانو چمتوالی له روسیې سره د اړیکو د ښه کیدو لپاره یو مخ احساسوم."

ولسمشر پوتین د سې شنبې په ورځ د امریکا د متحد ایالاتونو بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته هم ویلي و، هیله‌مند دی چې د مسکو او واشنګټن اړیکې یو مخ بېرته ښه شي او د ده په باور ولسمشر ټرمپ هم همدا غواړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم روانه اوونۍ وویل چې دی غواړي د نړۍ د شلو صنعتي هېوادو «جي شل» ترڅنګ له ولسمشر پوتین سره ملاقات وکړي.