ډیپلوماټ: له طالبانو سره خبرې به د هند لپاره د یوه پرمختګ په معنا وي؟

آرشیف، د امریکا یو شمېر ورځپاڼې

  • ډیپلوماټ

ډیپلوماټ خپرونې د هندوستان او افغانستان پر اړيکو تمرکز کړی دی.

خپرونه له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته په‌دې هېواد کې د هندوستان پر رول مقاله خپره کړې ده.

مقالې نوي ډیلي د پخواني شوروي اتحاد، د هغه مهال د افغانستان د رژيم او لويديځ د یوه متحد په توګه یاده کړې ده.

د مقالې هغه برخه چې د اوسني افغانستان یادونه کوي، د سولې لپاره د اوسنيو هڅو په اړه ده.

د ډیپلوماټ لیکوال پوښتنه کوي چې ایا له طالبانو سره خبرې به د هند لپاره د یوه پرمختګ په معنا وي؟

په ځواب کې راغلي چې هند د افغانستان په اړه په خپلو پالیسیو کې په دوامداره توګه د ځينو مشخصو موضوعاتو ملاتړی دی او تل یې هڅه کړې چې په‌دې هېواد کې د بايللو له خطر سره مخامخ نه‌شي.

د ډیپلوماټ په وینا، له دې سره چې هند تر اوسه له طالبانو سره رسمي خبرو ته نه‌دی چمتو شوی، خو د دا ډول خبرو اړتیا لري ځکه طالبان اوس په افغانستان کې د یوه لوري په توګه رامنځته شوي دي.

حتی د خپرونې په باور، نوي ډیلي کولای شي د طالبانو له یو شمېر پلویانو چې د افغانستان اساسي قانون مني، اړيکې جوړې کړي.

لیکوال استدلال کوي چې ممکنه ده هند په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د یوې متحدې اجماع د رامنځته کولو هڅې وکړي.

خو ډیپلوماټ خپرونه د مقالې په پای کې وايي چې له طالبانو سره له مبارزې سره پر یوه مهال هند هم کولای شي په خبرو کې او یا هم له طالبانو سره د مذاکراتو د اسانتیا په رامنځته کولو کې ښه رول ولوبوي.

  • واشنګټن ایګزماینر

ټرمپ موږ ته د افغانستان د جګړې په اړه د ريښتيا ویلو پوروړی دی. دا د واشنګټن ایګزماینر انلاین خپرونې د یوې مقالې عنوان دی.

مقاله لیکي چې په حکومتونو کې تل د محرمو معلوماتو اړتيا وي، خو ټول حقیقتونه باید له خلکو سره شریک شي.

د مقالې په وینا جګړه له ډېرو لویو اقداماتو څخه ده او نو ځکه د امريکا حکومت باید خلکو ته په‌دې اړه زيات معلومات ورکړي.

واشنګټن ایګزماینر ليکي:

د ټرمپ ادارې تراوسه په افغانستان کې د نه ختمېدونکي جګړې د وضعیت په اړه کافي معلومات نه‌دي شریک کړي.

مقاله وايي:

امريکايان د دې مستحق دي چې پوه شي سرتيري يې په کومو برخو کې بريالي دي او په کومو برخو کې شاته راغلي دي.

مقاله د افغانستان د بیارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرپلټونکي يا سيګار وروستي راپور ته په اشاره لیکي چې وايي، پر ګڼو موضوعاتو اجازه نه‌لري چې په علني توګه یې وڅېړي.

په‌دغو موضوعاتو کې د ولسوالیو د ثبات ارزونې ته اشاره شوې ده چې ښيې د افغانستان څومره فیصده خاوره د حکومت تر کنترول لاندې ده.

مقاله وايي چې دا یوازینی مورد نه‌دی بلکې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه هم بشپړه معلومات نه ورکول کېږي.

همدا راز د اداري فساد پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت د هڅو په اړه هم بشپړه معلومات نه‌دي شریک شوي.

مقاله وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د دې هر څه په اړه خپلو خلکو ته ځواب ووايي، ځکه جګړه د کانګرس په خوښه پیلېږي او که کانګرس په‌دې اړه کافي معلومات ونه‌لري، دا په‌دې معنا ده چې امریکا د افغانستان جګړه په غیر دموکراتیکه توګه پر مخ وړي.