ننګرهار،بامیان او ارزګان کې د روغتيايي کارکوونکو اعتصاب او د روغتیا وزارت ځواب

ارزګان کې یو شمېر ډاکټرانو اعتراض کړی

له ننګرهار وروسته نن چهارشنبه د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ او د ارزګان ولایت د مرکزي روغتون کارکوونکو هم کاري اعتصاب کړی.

دوی په خپل وخت د معاشونو د نه رسېدو، راکمېدو او دغه‌شان د روغتیايي امکاناتو د نه‌شتون له امله شکایت کوي.

  • د ارزګان د روغتیايي کارکوونکو وضعیت

ډاکټر مطیع الله د ارزګان په ولایتي روغتون کې له تېرو ۵ کلونو راهیسې کار کوي.

دی وايي، په روغتون کې د درملو د کمښت، د پاکو اوبو د نشتون، د کار کوونکو لپاره د چاپیرال نه موجودیت او د معاشونو په ځنډ سره ورکولو او کمښت له امله یې کاري اعتصاب کړی.

مطیع الله وايي، له پرله‌پسې غوښتنو سره-سره لا هم د دوی غږ اړوندو ادارو نه‌دی اورېدلی:

"د یوې نېمې میاشتي دوا راغلې ده درې ورځې بس شوې ده، اوس بیا دوا له کابله را راوانه ده چې پنځو میاشتو کې به ایله ورسېږي. د دې ترڅنګ نور مسایل خو پریږدئ ان صحي اوبه هم نه‌لرو، تراوسه هېڅ‌چا زموږ پوښتنه ونه‌کړه."

د دغه روغتون یوه بله کارکوونکې ډاکټر زهرا وايي، په میاشتو میاشتو د دوی معاشونه نه‌ورکول کېږي:

"معاشونو ته درې میاشتې انتظار باسو چې راشي. هغه بیا کله نیمايي راشي او کله هېڅ نه راځي، د ولایت له لوري یا هم مرکزي ادارې له لوري باید پلاوی ولېږل شي او پوښتنه وشي."

زهرا دا هم وايي چې د ښځينه ډاکټروانو لپاره د کار مناسب ځای هم نشته.

  • د ننګرهار د روغتيايي کارکوونکو وضعیت

د ارزګان ولایتي روغتون لسګونو کارکوونکو له لوري دغه اعتصاب داسې مهال پیل شوی چې تر دې مخکې د ننګرهار په شېرزادو، خوګیاڼیو او حصارک ولسواليو کې هم روغتيايي کارکوونکو کاري اعتصاب کړی وو.

خو د ننګرهار د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ډاکټرانو د کاربندیز په دوهمه ورځ د عامې روغتيا وزارت څخه راغلو مسؤلينو سره تر ناستې وروسته ټول روغتيايي مرکزونه پرانېستل شوي.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

خوګياڼی وايي، ډاکټرانو سره ژمنه شوې چې د دوی ستونزو ته به رسېدنه کېږي.

  • د بامیانو د روغتیايي کارکوونکو وضعیت

د دې ترڅنګ د بامیانو ولایت د پنجاب ولسوالۍ روغتون لسګونو روغتیايي کاروونکو هم کاري اعتصاب کړی.

دوی د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اعتصاب یې له دې امله کړی چې معاشونه یې کم شوي او امتیازات یې په وخت نه ورکول کېږي.

دوی وايي، پخوا د یو کارکوونکي معاش ۶۰ زره افغانۍ وو، خو اوس ۱۰ زرو ته ښکته شوی.

  • دې اعتصاب خلکو ته څه ستونزې پیداکړي؟

د دې ترڅنګ د سېمې یو شمېرخلکو ازادي راډيو ته ویلي چې د دغو روغتونونو په تړل کېدو سره ورته ګڼې ستونزې پیدا شوي دي.

د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکې خدیجه رضايي وايي:

"دغه اعتصاب موږ ته ګڼې ستونزې پیدا کړي، دا زموږ د اندېښنې وړ ده او ممکن د میندو د مړینو لامل شي، ممکن دا ستونزې نورې هم ډيرې شي او کیدای شي د خلکو مدني اعتراضونه هم پیل شي."

  • د روغتیا وزارت ځواب

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا ډاډ ورکوي چې ژر تر ژره به د روغتیايي کارکوونکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې ستونزه هواره شوې، وزیر او پلاوي ستونزه له نږدې وڅېړله او د هوارولو سپارښتنه یې شوې، همدارنګه په نورو ولایتونو کې چې د معاشونو د ځنډېدو خبره شوې، دا ستونزه به په نږدې څو اونیو کې هواره شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې په کندز او بامیانو ولایت کې اعتصاب کوونکي ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي وايي، که چارواکي د دوی پوښتنه ونه‌کړي، نو د کار نه کولو په برخه کې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ