د امریکا راتلونکو انتخاباتو کې د مداخلې پر وړاندې روسیې ته خبرداری

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له خپل روسي سیال سره په سوچي ښار کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې په وړاندې روسیې ته خبرداری ورکړ.

بل‌خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ونزوئلا کې د نوې حکومت پر رامنځ ته کولو ټینګار په عراق کې د امریکا جګړې ته ورته بللې دی.

مایک پامپیو او سرګي لاوروف دا څرګندونې پرون د روسیې د تور سمندرګي په ساحلي ښار سوچي کې په ګډه خبري غونډه کې کړي.

دواړه لوري هڅه کوي چې د امریکا او روسیې تر منځ خرابې شوې اړیکې ورغوي.

د روسیې او امریکا اړیکې په وروستیو کلونو کې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د ادعاوو او په اوکراین، سوریه او ونزوئلا کې د کړکېچونو له کبله ترینګلې شوې دي.

اوس چې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د امریکا د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر تحقیقات پای ته رسیدلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې له مسکو سره اړیکې ورغوي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، نیت لرې چې راتلونکې میاشت جاپان کې د نړۍ د شلو صنعتي هیوادونو د مشرانو په غونډه کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري.